د اروپایي ټولنې او مرکزي اسیا استازو افغانستان کې د ټولګډوني حکومت غوښتنه تکرار کړه

په غونډه کې ټولو اړمنو افغانانانو ته د مرستو پر رسولو ټینګار شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په غونډه کې ټولو اړمنو افغانانانو ته د مرستو پر رسولو ټینګار شوی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو په یوه ګډه غونډه کې د افغانستان لپاره د یوه ټولګډونه حکومت غوښتنه تکرار کړې.

د ازبکستان په تاشکند کې پرون دوشنبه له یوې غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د غونډې ګډونوالو د ښې حکومتولۍ، قانون حاکمیت او له نړیوالو اصولو سره سم د ټولو افغانانو لپاره د حقونو او ازادیو پر رامنځته کېدو د ټینګار تر څنګ د ښځو، ماشومانو او لږ کیو لپاره پر مساوي حقونو ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې راغلي:

''د غونډې ګډونوالو د ټولو افغانانو په استازولۍ له قانوني لارې د یوه ټولګډونه حکومت غوښتنه تکرار کړې. ''

په شریکه اعلامیه کې له نړیوالو اصولو سره سم د ټولو افغانانو لپاره د بشړو حقونو او ازادیو غوښتنه شوې.

دغه اعلامیه چې نن سې شنبه خپره شوې وايي، دوی غواړي افغانستان په یوه خوندي، باثباته او خپلواک هېواد بدل شي.

د اعلامیې له مخې د غونډې ګډونوال ټینګار کړی، چې له افغانستانه باید نورو ته خطر متوجه نه شي.

په غونډه کې د افغانستان بشري وضعیت په هکله ''ژوره اندېښنه '' څرګنده شوې او ټولو اړمنو افغانانو ته ''له هر ډول تبعیض او توپیر '' پرته د بشري مرستو رسولو غوښتنه شوې.

د غونډ‌ې ګډونوالو د افغانستان ټولنیزې او اقتصادي ودې لپاره د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر په هکله د سیمې هېوادونو تر منځ د همکارۍ پیاوړي کولو غوښتنه کړې.

په غونډه کې د اروپايي ټولنې استازو د بشري بحران مخنیوي لړ کې د افغانستان ملاتړ لپاره د سیمې هېوادونو سره د خپلو هڅو ژمنه تکرار کړې.

تېر اګست کې د طالبانو لخوا پر افغانستان تر ولکې وروسته او د نړیوالو مرستو له درېدو راهیسې افغانستان له بشري کړکیچ سره مخ دی او اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي او له نسکورېدو د افغانستان اقتصاد او روغیتايي نظام ژغورنې هڅې په نړیواله کچه روانې دي.