بریتانیا وايي، افغانستان ته یې د سفارت شارژدافیر په ګډون یو پلاوی استولی

د عکس سرچینه، Bakhter
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
بریتانیا وايي افغانستان ته یې د سفارت شارژدافیر په ګډون یو پلاوی استولی، له طالب چارواکو سره یې د بشري کړکیچ په اړه خبرې کړي او د بریتانیا هغه ژوره اندېښنه یې ورته په ډاګه کړي چې دوی یې د نجونو او ښځو په ګډون د بشري حقونو په اړه لري.
په کابل کې د بریتانیا سفارت له خوا یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو ویل شوي چې د دې هېواد استازي پرون پنجشنبه افغانستان ته تللي چې دغه هېواد کې مخ په پراخېدونکي بشري کړکیچ مخنیوي لپاره روانو هلو ځلو کې مرسته وکړي.
بیان زیاتوي چې دې پلاوي کې د قحطۍ مخنیوي او بشري چارو لپاره ځانګړی استازی نېک ډېئر، کابل کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر، او د سفارت مرستیال او د سیاسي چارو مسؤول هېسټر وډمز شامل دي.
دوی پرون د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو له چار سمبالي وزیر امیر خان متقي او د استخباراتو له مشر عبد الحق وثیق سره کتلي دي.
د سفارت بیان زیاتوي چې دې پلاوي طالب چارواکو سره د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرې کړي او دې پلاوي طالبانو ته دا په ''وضاحت وویل چې بریتانیا د ښځو، نجونو ، لږکیو ، د ښځو حقونو له فعالانو سره د چلن په ګډون د بشري حقونو په اړه جدي اندېشنې لري. ''
د دې کتنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزار بیان کې بیا د بشري حقونو او ښځینه فعالانو موضوع ته له اشارې پرته ویل شوي چې دې کتنه کې پر بشري مرستو او نورو مسلو خبرې وشوې او بریتانوي پلاوي ژمنه وکړه چې د دوی له ادارې سره چلن پراخ او بشري مرستې به زیاتې کړي.
په تېرو شپږو میاشتو کې چې طالبانو بیاواک ترلاسه کړی افغانستان بشري وضعیت کړکیچن شوې بې کاري او بې وزلي زیاته شوې او د نړیوالې ټولنې یو لړ مالي بندیزونو دا ستونزه لا پراخه کړې. نړیواله ټولنه له طالبانو غوښتنه کوي چې ټول ګډونه حکومت دې جوړ کړي او د ښځو د کار او تعلیم حق ته دې درناوی وکړي.
طالبانو دا غوښتنې هغسې چې نړیواله ټولنه وايی لا عملي کړي او نه منلي دي، د دوی حکومت هم تر اوس هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
پراخېدونکی بشري ناروین
کابل ته د بریتانیا د پلاوي د سفر او د شارژدافیر بیرته ستنیدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی چې افغانستان کې خلک په ''چټکۍ له مخ په پراخیدونکو بشري ناورین سره مخامخ دي. ''
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په ټویټر یوه بیان کې ویلي ملګري ملتونه په پام کې لري چې څه باندې ۲۲ میلیونه افغانانو سره مرسته وکړي، خو تر اوسه د دې مرستې لپاره د غوښتل شوې بوديجې یوازې ''نهه سلنه تر لاسه شوې ده ''.
هغه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې وړاندې له دې چې اوبه له ورخه تېرې شي دې برخه کې د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي.
له بلې خوا جنیوا ته له مرستندویه ټولنو سره د خبرو لپاره د طالبانو تللي پلاوي یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغو بنسټونو ملاتړ وکړي چې افغانستان کې خلکو سره مرسته کوي چې وکولی شي غیر سیاسي ، په ناپیلې او خپلواکه توګه افغانانو ته مرستې ورسوي.










