تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: د یوه هېواد په غوښتنه بل سره اړیکې نه خرابوو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دوی د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ساتي او د یوه په غوښتنه بل سره اړیکي نه خرابوي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې دوی له دواړو پاکستان او هند سره ښې اړیکي غواړي او هغه خبره یې رد کړه چې ګواکې طالبان د پاکستان په خبره له هند سره ښې اړیکي نه ساتي.
ښاغلي مجاهد وویل چې اوس له ګاونډويو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو ښه وخت دی او ادعا یې وکړه چې پخوا له پاکستان سره ښې اړیکي ځکه نه جوړېدې چې په لوی لاس چارواکو نه غوښتل او پروپاګند هم کېده.
خو له پاکستانه یې وغوښتل چې که پخوا صادق نه و اوس باید د سوکالۍ او رفاه لپاره او په سیمه کې له نورو هېوادونو سره د نښلېدو لپاره دوستانه وریځ خپل کړي.
کابل ته د ملي امنیت سلاکار سفر
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يوه ویناپاڼه وايي د طالبانو حکومت له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د چارو د سمون لپاره د همغږۍ پر یوه میکانیزم هوکړې ته رسېدلی چې وکولی شه پر دغه جنجالي کرښه له امنیتي مسلو تر سوداګرۍ دواړه غاړې خپلو کې د ګډ کار یوه کړنلاره ولري.
ویناپاڼه کې دا هم ویل شوي چې پاکستان د هوايي چلند، ګمرګونو، روغتیا اونورو برخو کې د کارکونکو د روزنې وړاندېز هم کړی سره له دې چې د لومړي وزیر عمراخان له لوري افغانستان ته د مسلکي کسانو د لېږله غوښتنه د ګڼو افغانانو له سخت او رډ ځواب سره مخامخ شوی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي د ملي امینت سلاکار معید یوسف کابل ته په خپل سفر کې د کاسا زر او اورګاډي پټلۍ پر پروژو هم له طالب چارواکو سره غږېدلی او د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یې ډاډ ترلاسه کړی چې د افغانستان له خاورې به پاکستان نه په نښه کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر له پاکستاني اړخه غوښتي دا چې افغان لوري منځنۍ اسیا ته تر تورخم مزي د ټرانزیټ لاره پرانستې دوئ دې هم له کرښې هاخوا ورته کار وکړي چې سوداګرو ته چارې اسانه شي.
دغه راز د طالبانو د حکومت ویاند زبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې وویل تر ډېره دواړه لورو پرسوداګرۍ، ټرانزیټ او ټولګټو پروژو خبرې کړي خو پوښتنه دا چې له امنیتي سلاکار سره ښايي له امنیتي اړخه ډېرې پوښتنې او غوښتنې وي.
ښاغلي مجاهد وویل: '' ایا پاکستان د ډیورنډ پر کرښه له طالبانو سم لاسي کومې غوښتنې لري؟ ''
په دې وروستیو کې پاکستان په کور دننه د تاوتریخوالي له یو نوې څپې سره مخامخ دی، د پاکستاني طالبانو تحریک په پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې برېدونه ډېر کړي چې ورسره د بلوڅو بېلتون پالو ډلو له لوري په بلوچستان او دې وروستیو کې ان په پنجاب ایالات کې هم مرګونې بریدونه شوي.
پاکستان د افغانستان پخوانی حکومت تورناوه چې د دوی غلیمانو ته یې پناه ورکړې څه چې هغوی ردول.
په دې وروستیو کې هم د پاکستان حکومت ویلي چې د بریدونو ډیره برخه د افغانستان له خاورې پلانیږي خو طالبان وايي داسې کومه خبره نشته.