بښنې نړيوال سازمان د لادرکې افغانې پوليسې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې؛ طالبان وايي دوی نه ده نيولې

د بښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان د اوسنیو چارواکو په توګه په هرات کې د لادرکه شوې پوليسې افسرې عاليې عزیزي په اړه د بشپړې او بې پرې پلټنې لپاره سملاسي ګام پورته کړي.

عالیه په افغانستان کې یوه له هغو څو ښځینه پولیسو څخه وه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته سره له دې چې د پخوانیو حکومتي سرتېرو پر وړاندې د تاوتریخوالي وېره وه په هرات کې د ښځو د زندان د مشرې په توګه خپلې دندې ته ستنه شوه.

د عاليې عزیزي ورور محمد نذیر عارفي له بي بي سي سره په خبرو کې د خپلې خور د سملاسي خوشي کېدو په اړه د بښنې نړیوال سازمان د غوښتنې هرکلی وکړ او وايي " خور یې له څلورو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا پرته له کوم تور او د دندې پر مهال نیول شوې ده."

خو د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد مرستيال احمدالله وثيق په دې پېښه کې د طالبانو لاس لرل رد کړي او وايي په اړه يې پلټنې روانې دي.

د جنورۍ میاشتې په ۱۶ نېټه يو شمېر ښځو په کابل کې مظاهره وکړه او له طالبانو یې د عاليې عزیزي د خوشي کولو غوښتنه کوله چې د طالبانو له سخت چلند سره مخ شول.

د جنوبي اسیا په چارو کې د بښنې نړیوال سازمان کارکوونکي زمان سلطاني وايي، طالبان باید هغه کسان محاکمه کړي چې جرمونه او نورې جدي سرغړونې کوي.

زمان سلطاني وايي، دا څرګنده ده چې طالبان په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي او د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو له مخې خپل مکلفيتونه نه مراعاتوي.

د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې چې طالبان بايد سملاسي د هغو کسانو پر وړاندې چې له سوله ييزې لارې خپل غږ پورته کوي د زور کارول بند کړي.