کابل کې اقتصادي کنفرانس؛ طالب مشرانو د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

کنفرانس

د عکس سرچینه، Bakhter

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نن په کابل کې د دې هېواد د اقتصادي برخلیک په تړاو لومړنی اقتصادي کنفرانس جوړ شو. په دې کنفرانس کې د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو او د ملګرو ملتونو استازو ګډون کړی و.

غونډې ته په وینا کې د طالبانو کابینې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند وویل، نړیوال باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او په ټول کې د افغانانو سره مرستې وکړي.

د طالبانو کابینې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند اقتصادي کنفرانس غونډې ته وینا کې وویل:

''هغه هېوادونه چې ځانونه دبشر حقونو مدافعین بولي دافغانستان دپیسو په کنګل ساتلو سره یې افغانان له بشري ناورین سره مخ کړی دي. تېرو کلونو کې له افغانستان سره بنسټېزې مرستې نه دي شوې، افغانستان سره باید دوامداره بنسټیزې مرستې وشي ترڅو په ځان بسیا شي. ''

غونډې ته وینا کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، د دوی حکومت په رسمیت د پېژندل کېدو شرایط پوره کړي او ''په افغانستان کې پانګونې ته اوس ښه زمینه برابره ده. ''

ښاغلي متقي د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ازادۍ غوښتنې تر څنګ وویل، '' بشردوستانه مرستې د لنډ مهالو ستونزو لپاره حل دی، خو په اوږدمهال کې افغانستان کې زیربنايي پروژو لپاره اړتیا ده. ''

''د افغان اقتصاد ژغورلو لپاره باید ګډ کار وشي ''

دیبورالاینز

د عکس سرچینه، Bakhter

دې یوه ورځنی اقتصادي کنفرانس کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاينز ویلي، باید په ګډه کار وشي او د افغانستان اقتصاد له پرځېدو وژغورل شي.

د دولتي خبري اژانس باختر په رپوټ کې د اغلې لاینز له قوله ویل شوي:

''د هېواد اقتصاد هغه وخت ښه کېدلای شي چې ټول په ګډه کار وکړو، په کار ده چې ښوونیز بهير ژر پيل شي او د ښځو حقوقو ته پوره پاملرنه وشي. ''

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان له مرستندویه ادارو سره په شریکه د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۱ مه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې 'یو این اوچا ' په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان اوسمهال له یوه داسې بحران سره مخامخ دي، چې په خورا چټکۍ سره په پراخېدو دی.

د باختر په رپوټ کې د اغلې لاینز له قوله راغلي، چې ملګرو ملتونو کې له مرستندویانو سره د بندیزونو لېرې کېدو او له افغانستان سره د مرستو په هکله بحثونه روان دي.

نوموړې وايي: ''پوهېږو چې د اوږد مهاله لپاره زموږ مرستې کافي نه دي او باید د افغانستان موضوع د اوږدمهاله حل لپاره کار کړو. ''

د افغانستان ملي ټلویزیون په رپوټ کې د اغلې لاینز له قوله ویل شوي، چې ملګرو ملتونو نړیوالې ټولنې ته له افغانستان سره د اته میلیاردو ډالرو مرستې لپاره د انتقالي چوکاټ په نامه یوه غوښتنه وړاندې کړې ده، چې د افغانستان اقتصاد عادي حالت ته وګرځي.

ملا محمد حسن

د عکس سرچینه، Bakhter

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالو مالي ادرو د افغانستان نژدې لس میلیارده ډالره شتمنۍ او له دې هېواد سره د مرستو لپاره ساتل شوې پیسې کنګل کړې، چې ډېره برخه یې په امریکا کې ده.

د نړیوال بانک په ګډون ځینې ادارو بیا دا وروستیو کې داسې هڅې پیل کړې، چې د کنګل شویو پیسو یوه برخه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په واک کې داسې ورکړل شي، چې د طالبانو لاس ته ور نه شي.

د امریکا متحدو ایالتونو بیا تر اوسه د طالبانو له بیا بیا غوښتنو سره سره د افغانستان کنګل شویو شتمنیو له ازادولو انکار کړی او همدا تېره اونۍ د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې له مشر مارټن ګریفیټس اود سره صلیب نړیوالې کومېټې ریس پیټر مور سره یوه انلاین غونډه کې ښاغلي بلېنکن د امریکا نژدې ۳۰۸ میلیونو ډالرو مرستې پر یادونه بسنه وکړه، چې افغانستان سره یې کړې او په وینا یې له افغانانو سره به د امریکا مرستو دا لړۍ روانه وي.