طالبان: قومندان مخدوم عالم مو د تښتونې په تور نیولی او کابل ته لېږدولی دی

د عکس سرچینه، Social media
د طالبانو د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني ويلي، د دوی استخباراتو داسې شواهد موندلي چې د طالبانو يو پياوړی سيمه ييز قومندان مخدوم عالم په "اختطاف او انسان تښتونه" کې لاس درلود او اوس يې موضوع تر څېړنې لاندې ده.
ښاغلي سمنګاني زياته کړه، عالم مخدوم د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوی و چې اوس کابل ته لېږدول شوی دی.
په فارياب کې د دې اوزبک قومندان نيول کېدو پراخ لاريونونه راوپارول. طالبان وايي چې اوس هم په بند کې دی او په فارياب کې وضعيت تر کنټرول لاندې دی.
ښاغلي سمنګاني په فارياب کې د طالبانو د قومندان د نيولو په اړه د هغه د پلويانو د غبرګون په اړه وويل، "په افغانستان کې هر ډول قضيې ته قومي رنګ ورکول کېږي. نيول يې د هغه له قوم سره هېڅ تړاو نه لري".
د طالبانو وياند ادعا وکړه چې "په تېر حکومت کې له چارواکو پوښتنې نه کېدې. شايد له همدې امله وي چې ځينو خلکو له چارواکو سره په امتيازي سلوک عادت شوي وو".
نوموړي وويل، "د طالبانو حکومت حق لري له هغو کسانو پوښتنې وکړي چې پر ضد يې شواهد موجود وي".
د ښاغلي سمنګاني په وينا مخدوم عالم دوه ورځې وړاندې د استخباراتو له خوا بلخ ته غوښتل شوی و او په خپله هلته د پوښتنو لپاره حاضر شوی و.

د عکس سرچینه، Social media
نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر لاريون کوونکي د طالبانو غړي نه بلکې عام خلک وو چې غبرګون يې وښود.
د مخدم عالم په هکله ویل کېږي، چې د طالبانو له مهمو ځايي قومندانانو یو دی، چې مخکې یې د دې ډلې د والي نظامي کمېسیون د غړي په توګه دنده تر سره کړې ده.
د نوموړي په هکله ویل کېږي، چې د مخکیني حکومت ځواکونو او طالبانو تر منځ د جوزجان، سرپل او فاریاب په جګړو کې یې هم مهم رول درلود.










