افغانستان؛ له کورني تاوتریخوالي سره د مخامخ ښځو برخلیک ته اندېښنې ډېرې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ یو شمېر افغان مېرمنې وايي د طالبانو له راتګ سره خپل راتلونکې ته تر بل هر وخت ډېره اندېښنه لري او نه پوهېږي چې څه به ورسره کېږي.
د ښځینه حقونو فعالانې بیا وايي، هېڅوک له کورنۍ تاوتریخوالي سره د مخامخ مېرمنو مرسته نه کوي او که څوک د دوی په وینا له دې کړاوه د ځان خلاصولو هڅه وکړي ځای یې زندان دی.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره افغانستان کې ډېری امن خونې وتړل شوې او یوازې د ګوتو په شمېر څو خونې فعالیت کوي.
یوه مېرمن چې اوس ۲۲ کلنه ده وايي، په ډېر ټیټ عمر کې یوه عمر خوړلي سړي ته واده شوې وه او اوس امن خونه کې ده، فرانس پریس خبرې اژانس ته ویلي، د کورني تاوتریخوالي له امله یې د ځان وژنې هڅه کړې ،خپل راتلونکې ته په اندېښنه کې ده او نه پوهیږي چې راتلونکې کې به څه ورسره کېږي.
یوه بله مېرمن چې امن خونه کې یې کار کاوه وايي، اوس د مېرمنو لپاره هیڅ هم نشته، له دې وړاندې امن خونې وې ، د ښځو چارو وزارت وو خو اوس هیڅ نه شته. داوايي پخوا به یې د هغو مېرمنو لاس نیوی کاوه چې زور زیاتی ورسره کېده خو اوس دا پخپله له زور زیاتې سره مخامخ ده.
ذکیه چې وايي د کورني زورزیاتي له امله د پلار په کور ناسته، له پلاره یې غوښتل کېدل چې دا وروسپاري او د دې د ادعا له مخې ویې وژني. نوموړې وایي د طالبانو په راتګ سره یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې.
د دوی په څېر ا فغانستان کې لوی شمېر مېرمنو له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، REBECCA CONWAY
د ښځو د حقونو فعاله او د یوې امن خونې مسؤوله محبوبه سراج په کابل کې فرانس پریس خبرې اژانس سره خبرو کې ویلي چې طالبان د دې امن خونې ته څو ځله ورغلل، خو په یوه ډول یې دوی ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
خو دا وايي له ښځو سره زور زیاتی دوام لري او د طالبانو په راتګ سره توپير دادی چې له تاوتریخوالي سره مخامخ مېرمنې پوهېږي چې که له کوره ووځي، نو زندان ته به استول کېږي او دا به د دوی لپاره د هر څه پای وي. مېرمن سراج وایي هیڅوک له ښځو سره د زوریاتي قضیې نه تعقیبوي، هېڅوک د دې مېرمنو خیال نه ساتي او نه یې لکه د پخوا په څېر څوک ملاتړ کوي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي سهیل شاهین دې اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې که له مېرمنو سره زور زیاتی کېږي، نو محکمو ته دې مراجعه وکړي.
که څه هم د امن خونو د فعالیت په اړه یې څه نه دي ویلي، خو یوه میاشت وړاندې د طالبانو مشر د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان خپور کړ. په دې فرمان کې د نکاح پر وخت د ښځې یا نجلۍ رضایت، ټولنه کې د ښځو په اړه ناسم ذهنیت د کونډو شرعي حقونو او دویمې نکاح، د مهر او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي. خو د ښځو د کار کولو حق او یا هم د نجونو او ښځو د زدکړو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.
څو اونۍ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي وو افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او نجونو ته د خدماتو رسولو سیستم له مینځه تللی او ډېری ښځې، د امن خونو مامورین، وکیلان، قاضیان، دولتي مامورین او نور چې د ښځو د خوندیتابه په چارو کې ښکېل وو، اوس مهال د تاوتریخوالي او مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان کې ۸۷ سلنه مېرمنې په یو ډول له جنسي یا فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ دي. د فرانس پریس د رپوټ له مخې تېرو کلونو کې افغانستان کې د امن ۲۴ خونې فعالې وې.









