افغان حکومت پر امن خونو کنټرول زیاتوي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د امن خونو په تړاو یوه مطلب خپور کړی چې حکومت هڅه کوي د دغو بنسټونو د مالي سرچینو واک په خپل لاس کې واخلي.

د راپور له مخې دا چاره ځینو ته له دې امله د اندېښنې ده چې کېدای شي د دې خونو واک چې له زور زیاتي کړېدونکې مېرمنې پکې خوندي ځای مومي، د داسې چا لاس ته ولوېږي چې هغوی له دا ډول مرکزونو سره مخالف وي.

اوس په ټول افغانستان کې د امن ۴۰ خونې شته چې د نادولتي موسسو له خوا پرمخ وړل کېږي.

له دې بنسټونو سره بهرنۍ بسپنه ورکوونکې ادارې مرسته کوي.

په دغه مطلب کې ویل شوي چې د حکومت د نوې کړنلارې له مخې بهرنۍ مرسته کوونکې ادارې اړې دي خپلې دا مرستې د ښځو چارو وزارت له لارې وکړي.

ډان ورځپاڼه

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د نوي پرمختګ څرک ته ځانګړې کړې او زیاتوي واقعي سوله په سیمه کې اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پرمختګ راوستلی شي، خو دا کار د افغانستان او پاکستان له ګډ کار او عمل پرته نه شي کېدای.

ورځپاڼه ادعا کوي چې په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو د مرکزونو له منځه وړلو پرته په پاکستان کې ټیکاو او سوله نه شي راتلی او پر طالبانو د پاکستان اغېز هم باید وکارول شي چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره شي.

ایکسپرېس ټرېبیون

ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان پرېکړه کړې چې خپل لوی کمېشنر به نوي ډیلي ته تر هغه نه استوي چې وضعیت عادي شوی نه وي او د هند استخباراتي ادارو د پاکستاني ډيپلوماټانو او د هغوی د کورنیو ځورولو نه لاس نه وي اخیستی.

له دې وړاندې داسې ویل شوي و چې پاکستانی کمېشنر به له سلا مشورو وروسته بېرته نوي ډیلي ته ستنیږي خو ورځپاڼه زیاتوي د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ورته ویلي، دوی د وضعیت ښه کېدو ته په تمه دي او پاکستانی کمېشنر په نژدې راتلونکې کې خپلې دندې ته نه ستنېږي.

دغې سرچینې ورځپاڼې ته ویلي سږ کال د هند د ناغیړۍ له امله پاکستانیان هم نه شي کولی چې د اجمیر شریف په دودیزه مذهبي مېله کې برخه واخلي ، دا مېله هر کال د مارچ په ۱۹ پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۹ دوام کوي.

سږ کال شاوخوا درې زره کسانو دغې مېلې ته د ورتګ غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت له خوا پنځه سوه تنو ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

الحیاة ورځپاڼه

له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې الحیاة لیکلي چې د یمن حکومت چې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ټلوالې ملاتړ له ځان سره لري، د حوثي ډلې پر پیاوړي مرکز فضحه د یمني پوځ لوی عملیات پیل شوي خو دغې ډلې په البیضاء ولایت کې د بریدونو د بندولو وړاندیز کړی چې په پایله کې یې روان عملیات هم پای ومومي.

په یمن کې د روان وضعیت په اړه د همدې مطلب په یوه بله برخه کې ویل شوي چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پخواني ولسمشر علي عبد ال صالح ناسکه وروسته علي صالح الاحمر د جمهوري ریاست ګارډ د قوماندان په توګه ټاکلی، جمهوري ریاست ګارډ چې یوه ځانګړې پوځي قطعه ده.

مخکني ولسمشر د حوثيانو سره لاس یو کړی و او د عبد ربه منصور هادي د حکومت پرضد یې ګډ عملیات کول چې ډېرې سیمې هم نیولې وې.