بسم الله محمدي: د غني د حکومت سقوط ناڅاپي نه و؛ وضعيت له مياشتو خراب و

ژنرال بسم الله محمدی، وزیر دفاع سابق افغانستان در دولت اشرف غنی

د عکس سرچینه، MOD

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د پرځول شوي حکومت د دفاع وروستی وزیر بسم الله خان محمدي وايي، تېر جمهوري نظام سقوط کومه ناڅاپي خبره نه وه، بلکې له میاشتو راهیسې حکومتي چارې مخ پر ځور وې او وضعیت په خرابېدو و.

داسې ښکاري چې ښاغلي محمدي دا څرګندونې د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د هغې ادعا په غبرګون کې کړې دي چې تېره اوونۍ یې بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، د حکومت سقوط یې ناڅاپي پېښه وه.

خو د ښاغلي غني په کابینه کې د ملي دفاع وروستي وزیر بسم الله محمدي د کابل هشت صبح ورځپاڼې ته یوه ځانګړې لیکنه کې ادعا کړې چې هغه مهال چې دی وروستی ځل دغه دندې ته غوره شو د افغان پوځ لیکي وار د مخه ماتې شوې وې.

هغه دې لیکنه کې دا هم ویلي چې طالبانو له سلو ‌ډيرې ولسوالۍ لاندې کړې وې او د امنیتي ځواکونو خورا زړورو قومندانو د جګړې لپاره انرژي بایللې وه.

ياده دې وي چې د تېر کال د اګست پر ۱۵ نېټه طالبان وروسته له هغه کابل ته ننوتل چې ولسمشر غني له پلازمېنې ووت او طالبانو د دغه هېواد واګي يې په لاس کې واخيستل.

اشرف غنی

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي محمدي ویلي د امنیتي ځواکونو هغه قومندانان چې د جنګ سنګرونه یې سمبالول او زړور وو نور زړه ماتي شوي وو.

نوموړی وایي، امنیتي څوکیو ته خلک د ځانګړو سلیقو له مخې ګومارل کېدل، او دا هغه څه وو چې د افغان پوځ قومانده یې هم ننګولې وه.

په دې وروستيو کې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بريتانيا د پوځ پخواني مشر نېک کارټر سره مرکه کې وويل چې بسم الله خان راته زنګ وواهه او ويل يې چې هر څه له منځه تللي. غوښتل مې دفاع وزارت ته ولاړ شم. ۲۵ دقيقې مې انتظار وکړ خو موټر را نه غلل.

ښاغلي غني همدا راز وويل چې له کابله د روانېدو پر مهال خبرو نه و چې چېرې ځي او د الوتکې له پورته کېدو وروسته پوه شو چې له افغانستان وځي او وايي هېڅ ګومان نه کاوه، دا یې په افغانستان کې وروستۍ ورځ ده.

بسم الله محمدي همدا راز ادعا کړې چې ګواکې په وروستیو اوونیو کې چې نور د دوی د واک ټغر په ټولېدو و د هېواد د ټولو امنیتي چارو واګې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حمدلله محب په لاس کې وې.

ښاغلي محمدي هڅه کړې دغه لیکنه کې خپل مسولیت داسې وښيي چې ګواکې واک او ځواک یې نه درلود او غواړي له دغه لوی بدلون څلور میاشتې وروسته عامو افغانانو ته ووايي چې ریښتیا څه پېښ شول.

نوموړي دې لیکنه کې همدا راز بهرني ځواکونه هم پړ بللي او وایي، له افغان پوځ سره د امریکايي ځواکونو ملاتړ کمېدل، او د عملیاتو پر مهال د دوی له ملګرتیا د امریکا شاګرس د ماتې یو بل دلیل یاد شوی.