۱۹ کلنو اسيا جام: هند له افغانستانه په څلورو وېکټو سيالي وګټله

د عکس سرچینه، ACB
د متحدو عربي اماراتو په دوبۍ کې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې هند افغانستان ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه.
هند لوبډلې د لومړي پړاو د دې وروستۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې د هند لپاره د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.
ټاکلی هدف هندۍ لوبډلې په ۴۹ اور کې د شبږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د افغان لوبډلې د ټولو پنځوسو اورونو له لوبې وروسته ۴ لوبغاړي وسوځېدل او ۲۵۹ منډې یې وکړې.
محمد اسحق او سلیمان عربزي د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه.
د لوبې ۱۴ اوور کې سلیمان عربزی د ۱۸ منډو له جوړولو وروسته داسې حال کې وسوځېد چې د افغانستان ټولټا منډې ۴۶ ته ورسېدې.
د لوبې ۱۹ اوور کې محمد اسحق داسې حال د اوستوال په توپ د روي کومار لخوا کېچ وسوځېد چې د افغانستان ټولو منډو شمېر ۶۳ ته رسېدلی و.
۱۰۰ منډو ته د افغانستان سکور له رسېدو وروسته د لوبې ۲۸ اوور کې الله نور هم د ۲۶ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شو.
لوبډلمشر سلیمان ساپي په زړه پورې لوبه وکړه او د افغانستان په سکور کې د ۷۳ منډو له اضافه کولو وروسته ۴۶ اوور کې داسې حال کې وسوځېد، چې د افغانستان سکور کې پاموړ زیاتوالی راغی او د منډو ټولټال شمېر ۱۸۹ ته رسېدلی و.

د عکس سرچینه، AFghanistan cricket board
د هند لپاره هرنور سېنګ تر ټولو ډېرې ۶۵ منډې وکړې چې وروسته د نور احمد په توپ يې وېکټه له لاسه ورکړه. د ده تر څنګ راج بوا ۴۳ او انګرېش رګوونشي ۳۵ منډې جوړې کړې.
افغانستان دې سیالیو لړ کې د دسمبر پر ۲۵ مه متحدو عربي اماراتو ته د ۱۴۱ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه او له دې مخکې افغان لوبډلې يوه لوبه د پاکستان پر وړاندې بايللې وه.
د دې سیالیو په اې ګروپ کې چې د افغانستان په ګډون پکې هند، پاکستان او متحده عرب امارات لوبډلې برخه لري، تر اوسه د پاکستان پواینټوتر ټولو ډېر دي، چې دوې لوبې یې کړې او دواړه یې ګټلې دي.
ګروپ بي کې بیا سري لنکا، نیپال، کویت او بنګله دېش شامل دي، چې تر اوسه د خپلو دواړو لوبو ګټلو له کبله بنګله دېش په دې ګروپ کې مخکښ دی.

د عکس سرچینه، AFghanistan cricket board
د اافغانستان لپاره سلیمان ساپي د لوبډلمشر، سلیمان عربزی، اعجاز احمد ازاد، اسحاق محمدي، الله نور، خیبر ولي، اعجاز احمدزی، بلال سمیع، نورالحق، اظهارالحق نوید او خلیل احمد په د لوبغاړو په توګه ګډون درلود.
د هند لپاره یاش دهول لوبډلمشر، انګکریش رګوانشي، هرنور سینګ، شیخ رشید، نشانت سندهو، راج باوا، ارادیا یادیو، کوشال تامبې، ویکي اوستوال، راجوردنهنګارګیکر او روي کومار ولوبېدل.










