د افغانستان پارلمان ښځینه غړې اوس چېرې دي؟

- Author, ټام ډنکن
- دنده, بي بي سي ۱۰۰ ښځې
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان پارلمان ښځینه غړې هم د نورو زرګونو کسانو په څېر خوندیتوب اندېښنو له کبله له هېواده ووتلې.
بي بي سي ته معلومه شوې، چې د پارلمان ۶۹ ښځینه غړو له ډلې یې ۶۰ په بېلا بېلو هېوادونو کې تیت او پرک دي، خو دا ډېری وکیلانې غواړي د افغان ښځو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
مشید 'اصلي نوم نه دي ' د طالبانو له واکمنېدو سملاسي وروسته له عام محضره ووته. دا پرلپسې حرکت کې وه.
په یوه کور کې یې پرلپسې دوې شپې نه تېرولې.
دې نه غوښتل د امنیتي اندېښنو له کبله له کورنۍ سره کابل هوايي ډګر ته لاړه شي، ځکه هلته ګڼه ګوڼه وه او دوې چاودنې شوې وې. دا وايي: ''د افغانستان دروازې تړل شوې وې. ''
خو دوې اونۍ مخکې له میاشتو - میاشتو پټ ژوند وروسته مشید برقع واغوسته، مخ یې کلک پټ کړ او له ماشومانو سره یوه بس ګاډي ته وخته.
دوی لومړی هرات ته لاړل او له هغه ځایه یې د ایران پولې ته ځان ورساوه. دا وايي: ''د طالبانو په هکله یوه خبره، دوی ښځې نه مجبوروي چې مخ څرګند کړي. ''
دا وايي، که د طالبانو پوسته کې پېژندل شوې وای، سملاسي به نیول شوې وه، خو په خبره یې چارواکي تمه نه کوي، چې یوه وکیله به په برقه کې ګرځي، او ''دوی ګومان کوي، چې ټولې سیاستوالې او د ښځو حقونو فعالانې له هېواده ایستل شوې دي. ''
په ایران کې د لسو ورځو له تېرولو وروسته مشید ترکیې ته واوښته، خو نه یې غوښتل هلته پاتې شي، ځکه اندېښمنه وه، چې ترکیه به د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي.
دې غوښتل نړیوالو ته د هغه 'ډار ' حال ووايي، چې اوس افغانې ښځې او نجونې ورسره مخامخ دي او د بدلون لپاره مبارزه وکړي.
دا اوس ځکه خپل نوم او پېژندګلوي پټوي چې نه غواړي په افغانستان کې پاتې خپلوان یې له خطر سره مخامخ شي.
بي بي سي د افغان پارلمان له ۶۹ غړو د نهو تنو په هکله معلومات تر لاسه کړي دي، چې پټ ژوند کوي.

د مشید په څېر یو شمېر نورې هم توانېدلې دي، له هېواده د وتلو لار ومومي.
اروپا ته له ۴۶ رسېدلو کسانو ډېری په یونان، ترکیه او البانیا کې دي. پاتې نورې بیا له اسټرالیا نیولې تر قطر پورې نژدې یو درزن هېوادونو کې اوسي.
سرینا 'دا هم اصلی نوم نه دی ' بیا له مېړه او درې میاشتني ماشوم سره د جرمني لپاره یوه الوتکه کې ځای وموند.
دا له افغانستانه وتلو مخکې پر تبرکلوز اخته شوه، چې اوس یې د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې له انټي بایوټیک درملو سره درملنه کېږي.
دا وايي، تصور یې نه و کړی، چې له هېواده به تښتي، داسې یوه ځای ته به رسېږي چې نه یې په ژبه پوهېږي او نه یې هم مخکې لیدلی.
دا وايي: ''سختې ورځې مې تېرې کړې، اوس هم ښه نه یم، خو چې کله هغه حالت رایاد شي، چې هر افغان ورسره مخامخ دی، خپل درد رانه هېر شي. ''

د عکس سرچینه، Derrick Evans
دا وايي، افغانستان ته بېرته ستنېدل اوس ناشوني دي، انتظار کوي چې جرمني کې چېرې له مېړه او ماشوم سره له سره ژوند پیل کړي.
دا وايي، داسې لارې چارې به ولټوي، چې له هېواد او ولس سره یې اړیکه پر ځای پاتې شي.
دا وايي: ''زه په جګړه کې لویه شوې یم، خو خپل ماشوم به د خپل ټاټوبي له دود - دستور او احساس سره لویوم. ''
ډېرې وکیلانې غواړي کاناډا ته لاړې شي، چې وايي، ۵۰۰۰ کډوال مني، خو د مشید په څېر ډېری غواړي د افغان ښځو لپاره مبارزه روانه وساتي.
یوه طرح دا ده، چې ''له هېواده بهر د ښځو پارلمان '' جوړ شي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو تر پښو لاندې کولو ته توجه جلب شي او پر طالبانو فشار واچول شي.
دا طرح یوې خیریه ټولنې وړاندې کړه، چې له افغانستانه یې د ښځینه وکیلانو ایستلو کې مرسته کړې، خو په اروپا کې یو شمېر مېشتو وکیلانو په لېوالتیا سره خپله کړه.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دا طرح به کله عملي کېږي.

شینکۍ کړوخېل یې هم ملاتړ کوي. دا د افغانستان ولسي جرګې ته له انتخابېدو مخکې په کاناډا کې د افغانستان سفیره وه او اوس له ټورنټو بهر یوه ښارګوټي کې د پناه اخیستو ته انتظار کوي.
دا د اګست پنځلسمې ورځې په هکله وايي:
''په سهار کې مې ولایت بایلود او په ماښام کې مې ولسمشر او د ورځې په پای کې هېڅ راته د حیرانېدو پاتې نه وو. ''
په افغانستان کې له ښځو سره د زور زیاتي منع کولو قانون تر شا کلکه ولاړه شینکۍ وايي، که ښځینه وکیلانې غواړي چې یو څه ترلاسه کړي، باید اختلافونه یوې خوا ته کړي.
دا وايي: ''هر چا د افغانستان یوې برخې استازیتوب کاوه، لومړیتوبونه او سیاسي ګټې یې هم ځانګړې وې، خو اوس موږ هر څه له لاسه ورکړي. هغه اختلافونه هم له منځه تللي، چې موږ درلودل، زه فکر کوم اوس باید یوازې پر دې پوه شو، چې هېواد څنګه وژغورو، د خلکو ملاتړ وکړو او د ښځو غږ پورته کړو. ''
د امسټردام ښار څنډو په یوه کوچني کور کې هیلۍ ارشاد د پخلي لپاره دودیز افغان خواړه چمتو کوي.
د دې لپاره ګرانه ده، چې ټول اړین توکي په ځايي سوپر مارکیټ کې ومومي، خو هڅه یې دا ده چې د امکان تر حده وطني خواړه چمتو کړي.
دا وايي: ''د هېواد خلک مې له یاده نه وځي، دوی کې ډېر داسې شته، چې کافي خواړه نه لري او ځینې بیا لوږه ګالي. ''
هیلۍ په دا وروستیو کې د ولسي جرګې غړې نه وه، خو مخکې تر یوې لسیزې پورې د دې جرګې غړې وه او بیا وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له ویندویانو یوه وه.
طالبانو یې بانکي حساب کنګل کړی و، خو دې اړتیا نه لیده، چې پټ ژوند وکړي او په سپتمبر کې د یوې سوداګریزې الوتنې له لارې له هېواده ووتله.

د عکس سرچینه، Derrick Evans
دا وايي، هوډ لري چې هېواد ته ستنه شي، او له بهره د بدلون راتګ په هکله ډېره هیله منه نه ښکاري.
دا وايي:
''له افغانستانه بهر هېڅ نه شي کېدای، حل په افغانستان کې دننه دی او موږ یې باید همالته ولټوو. ''
دا زیاتوي، '' که د طالبانو تر کنټرول لاندې هم وي '' هڅه به وکړي چې د نجونو لپاره د خیریه ټولنو په مټ ښوونځي جوړ کړي او د ښځو زدکړو غږ پورته کړي.
نوموړې زیاتوي:
''که له یوې ستونزې وتښتو، ستونزه به ځای پر ځای پاتې شي. ''
د دې رپوټ په چمتو کولو کې احمد خالد هم مرسته کړې.

بي بي سي ۱۰۰ ښځې پرواګرام کې هر کال د نړۍ لر او بر کې د هغو ښځو یادونه کېږي چې نفوذ لري او نور ترې الهام اخلي.
بي بي سي ۱۰۰ ښځې پر خواله رسنیو انسټاګرام، فېسبوک او ټویټر هم تعقیبولای شئ. په بحث کې له #BBC100Women. هشټګ سره ګډون کولای شئ.









