د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان څوکۍ په اړه د ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه؛ طالبانو دا پرېکړه 'بې انصافي' بللې

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ د پرځول شوي افغان حکومت استازي غلام اسحاقزي ته د سپارلو په تړاو د باور ورکولو ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ له رسمي ټویټر حسابه په یوه پیغام کې ویل شوي، ''د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د باور اسناد ورکولو کمېټې له لوري د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۷۶ دورې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت استازي ته د باور ورکړل شوی لیک منلی دی. ''

طالبانو بیا په ملګرو ملتونو کې د استازولۍ څوکۍ اعتبار ورکولو ځانګړې کومېټې دا پرېکړه ''بې انصافي '' بللې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال احمدالله واثیق په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې غبرګون څرګند کړی دی.

د یادونې ده، چې وسلوالو طالبانو تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د خپل سیاسي‌دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی و.

خو د ملګرو ملتونو دې ځانګړې کومېټې تېره چارشنبه پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره افغان طالبانو ته نه ورکول کېږي.

دا په دې معنا وه چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی به ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي، چې نن دوشنبه د باور کمېټې وړاندیز له مخې رسماً تایید شوه.

په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل دي.

د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو نومول شوي استازي سهیل شاهین تېره چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغانستان خلک حق لري چې یو خپلواکه هېواد ولري او د دې لپاره یې لسیزې مبارزه کړې.‌

نوموړي لیکلي، پکار نه ده چې افغانانو باندې بندیزونه ولګول شي او په ملګرو ملتونو کې له خپلې څوکۍ محروم پاتې شي.