طالبان: له بهرني شرکت سره مو په افغانستان کې د درملو لپاره د چرسو پروسس کارخانې فعالولو هوکړه کړې

بنګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د درملو چمتو کېدو په موخه یې افغانستان کې د بنګو له بوټي د چرسو د پروسس یوې کارخانې جوړولو په تړاو د 'سي فارم ' په نامه له یوه بهرني شرکت سره خبري کړې دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي بي بي سي ته وویل، چې له یاد شرکت سره د دوی د حکومت مخدره موادو ضد وزارت چارواکو قرارداد نژدې نهايي شوی دی او په نژدې راتلونکې کې به دا پروژه پیل شي.

نوموړی وايي، یاد شرکت به دې لړ کې نژدې ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي چې په افغانستان کې به له کرل شویو چرسو کریمونه او نور درمل چمتو کوي.

نوموړی وايي، د قرارداد له مخې به په افغانستان کې ټول کرل شوي چرس یوازې همدې شرکت ته پلورل کېږي او په وینا یې دې سره به په افغانستان کې د چرسو قاچاق او مضر استعمال مخه هم ونیول شي او خلکو ته به روزګار هم وموندل شي.

د نوموړي په وینا اوسمهال په افغانستان کې پر ټولټال ۲۰ زره جریبه ځمکه چرس کرل کېږي، خو یاد شرکت پر ۳۰ زره جریبه کرلیو چرسو ته اړتیا لري.

نوموړی زیاتوي، یاد شرکت به له کروندګرو د تور بازار پرتله په زیاته بیه اخلي، چې په وینا یې دې سره په غیر قانوني توګه د دې مخدره موادو د پلور او قاچاق مخه ونیول شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی خوستی وايي، د بنګو کروندګرو ته به ځانګړي جوازونه ورکول کېږي او دوی به یې یوازې پر همدې شرکت د پلورلو حق لري.

د نوموړي په وینا شرکت به له کروندګرو د چمتو شویو چرسو پر ځای د بنګو هغه بوټی اخلي چې چرس ترې تولید کېږي او بیا به یې وروسته خپله پروسس کوي.

د الومړی ځل دی، چې طالبان له یوه داسې شرکت سره د مخدره موادو د تولید په هکله رسمي قرارداد کوي.