تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د افغانستان شلو ولايتونو کې نوي واليان او امنيه قومندان ګومارلي دي
طالبانو په یوه نسبتا بې ساري اقدام کې د افغانستان د شلو ولایتونو والیان، مرستیال والیان او امنیه قوماندانان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نور کسان ګومارلي دي.
د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو د مشر مولوي هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې د ۱۷ ولایتونو لپاره نوي والیان او ۱۵ نوي مرستیالان ټاکل شوي دي.
دغه راز د دې نوې کړې پریکړه له مخې د نهو ولایتونو لپاره نوي امنیه قوماندان هم غوره شوي دي.
د طالبانو د مشر د حکم په حواله کې دا نه دي ویل شوي چې مخکني والیان او چارواکي ولې له دندو لرې شوي. خو بیان کې یوازې دومره ویل شوي چې د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ لپاره دا کسان پر دندو ګومارل شوي دي.
په دې ډله کې مالي خان د لوګر لپاره د والي په توګه ټاکل شوی. نوموړي د حقاني کورنۍ ته نږدې کس بلل شوی، دی چې په بګرام کې زنداني وو او د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې د انس حقاني او عبد الرشید سره یو ځای د امریکايي پوهنتون د دوه استاذانو او لس افغان سرتېرو په بدل کې خوشې شول.
د طالبانو ویاند نه دي ویلي چې له دندو ګوښه کړل شوي کسان به په نورو کومو دندو ګومارل شوي او کنه؟
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ځینې نور چارواکي هم په کمه موده کې بدل شوي دی. له دې ډلې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې دا درېیم کس دی چې د کونړ او دویم کس دی چې د کابل د والي په توګه ګومارل کېږي.
د ولایتونو په کچه په دومره پراخه کچه بدلون په څه معنی کېدای شي؟ د خبریال او شنونکی سمیع یوسفزي وايي په دې بڼه بدلونونه د خلکو اندېښنې او له دوی سره ډېرې پوښتنې رامنځته کوي.
نوموړی وايي "طالبان غواړي له دې لارې وښيي چې طالبان څومره په واک کې دي، دوی چې څوک وغواړي والي کوي او څوک چې وغواړي لېرې کوي". نوموړی ويي چې په اوسنيو ګومارنو کې هم مسلکي کسان نشته چې د ده په وينا دا په دې معنی ده چې دوی غواړي دغه موقت دولت ته دوام ورکوي.
ښاغلی یوسفزی وايي په دا وړ ګومارنو او بدلونونو نړۍ واله ټولنه هم قناعت نه کوي.
د طالبانو د لومړي واکمنۍ پرمهال ناڅاپي ګومارنۍ او پر ټیټو څوکیو د لوړ منصب لرونکو چارواکو ګومارنه او برعکس ګومارنې یو معمول و. خو د تېرو دوه نیمو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو د مشرتابه له خوا له شویو ګومارونو داسې ښکاري چې دې برخه کې تر ډېره د تېر په څېر چلن کوي.