له ازبکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته سوداګریز تګ راتګ پیل شو

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د افغانستان له لارې سوداګریزو ګاډو تګ راتګ پیل شوی، چې همدا نن 'چهارشنبه ' له ازبکستان څخه د پاکستان تورخم دروازې ته مال وړونکي لومړني ګاډي رسېدلي او هلته يې پاکستاني او ازبک چارواکو هرکلی کړی.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف پر خپله ټویټرپاڼه له څو خپاره شویو عکسونو سره لیکلي، چې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره يې د تورخم دروازې ته تللی، چې هلته يې له ازبکستان څخه پاکستان ته رسېدلي د لومړنیو مال ګاډو هرکلی کړی دی.

د ښاغلي یوسف په خبره همدا يې له ازبکستان سره د سیمه ييز پېوستون د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د افغانستان له لارې د سوداګرۍ تړون د روان کال په جولای میاشت کې د ازبکستان په پلازمېنې تاشقند کې شوی وو، چې هلته په همدې تړاو یوه غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او په لسګونو پاکستاني سوداګرو ګډون کړی وو.

ددغه تړون له مخې په دواړو هېوادونو کې به د یوه بل مال وړونکي ګاډي تګ راتګ کوي، چې ازبکستان به د پاکستان کراچۍ بندر او پاکستان به بیا د ازبکستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاسرسی ولري.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، پاکستاني واکمنو د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د ازبکستان انتخاب ځکه وکړ، چې د دوی په خبره یاد هېواد د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو سره نښلي.

ځینې چارواکي وايي، د پاکستان او ازبکستان د همدې تړون له برکته به د ازبکستان توکي د ایران له عباس بندر څخه د پاکستان کراچۍ بندر ته راوړل کېږي.

بلې خواته د پاکستان او افغانستان ترمنځ چمن دروازه چې تر نژدې یوې میاشتې بندېدو وروسته پرون پرانیستل شوې، عیني شاهدان وايي، نن هم په زرګونو کسان پر کرښه یوې بلې غاړې ته واوښتل.

د چمن یو ځايي سوداګر صادق اڅکزی وايي، که څه هم په دروازه تر پرون ګڼه ګوڼه کمه وه، خو بیا هم زیاته ځکه وو، چې دده په خبره له یوې میاشتې بندېدو وروسته یاده دروازه پرانیستل شوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن دروازه د تېر اکتوبر میاشتې پر شپږمه نېټه بنده شوې وه، چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي، د طالب چارواکو له لوري بنده شوې وه او د دوشنبې په ورځ تر مذاکراتو وروسته پرون سه شنبه پرانیستل شوې.

د یادې دروازې د بندېدو له امله د چمن غاړې په سلګونو افغان ناروغان او د سپین بولدک غاړې ته بیا په سلګونو سوداګر ایسار پاتې وو.