د کابل پر پوځي روغتون برید کې د طالب قومندان وژنه تائید شوه

د طالبانو يوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته تاييد کړې چې د سردار محمد داود خان پوځي روغتون د داعش بريد کې د طالبانو د کابل مرکزي قول اردو قومندان حمدالله نورزی چې په مخلص مشهور و وژل شوی دی.

مخلص د طالبانو لومړی لوړ پوړی پوځي چارواکی و چې د پلازمېنې کابل د سقوط په ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت او د ولسمشر پر څوکۍ سمبوليک عکس يې پر خواله رسنيو په پراخه کچه خپور او له دې سره د دغې ډلې په يوه مشهوره څېره بدل شو.

حمد الله نورزی مخلص د اشرف غني حکومت له پرځېدو وړاندې د افغانستان جنوب کې د طالبانو پوځي قومندان و او ويل کېږی چې د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي صدر ابراهيم ته نژدې کس و.

په کابل کې د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون بريد کې لږ ترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د داعش خراسان څانګې د غه بريد مسوليت منلی او په خپل ټېلېګرام کانال کې يې ادعا کړې چې دغه بريد د دوی پنځو وسله والو ترسره کړی دی.

د سردار محمد داود خان روغتون د امنيت امر محمد طاهر احرار په يوه نوي پيغام کې داعش ډله "بې زړه او بې فرهنګه" بللې او وايي چې تل پر جوماتونو او روغتونونو بريدونه کوي.

په عيني حال کې نوموړی وايي، په روغتون کې د طالبانو پوځيانو ته مرګژوبله هغومره لوړه نه ده لکه ځينو رسنيو چې راپور کړې ده. نوموړی وايي په دې بريد کې د طالبانو درې امنيتي سرتېري وژل شوي دي.