د کابل پوځي روغتون کې د "چاودنې له امله ۲۳ کسان وژل شوي"؛ اسلامي دولت نومې ډلې یې مسوولیت منلی

په کابل کې د سردار محمد داود خان پر څلور سوه بستریز روغتون د پروني برید مسولیت د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې منلی، چې لږ تر لږه ۲۳ کسان پکې وژل شوي او تر پنځوسو ډېر نور پکې ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، مړو کې ملکي خلک او طالبان شامل دي. سرچینه وايي، په وژل شویو کسانو کې د کابل د قول اردو قومندان مولوي حمدالله نورزی هم شته، چې د اګست پر ۱۵ کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته تر ټولو مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت او د ولسمشر د مېز تر شا کېناست.

ملګرو ملتو دا یو بوږنوونکی برید بللی او غندلی یې دی.

د افغانستان لپاره د دې ټولنې استازۍ، یوناما، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، هغه بریدونه چې روغتیايي کارکوونکي او ولسي وګړي پکې په نښه کېږي له بشري حقونو او د بشرپالنې له قوانینو سرغړونه ده.

په وژل شویو کې هغه طالب قوماندان هم دی چې د ولسمشر غني د حکومت د پرځېدو په لومړیو ساعتونو کې له خپلو وسله والو سره ارګ ته ورننوتی و.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته وویل، داعش وسله د روغتون په دروازه کې له یوې چاودنې وروسته روغتون ته ننوتي وو.

ښاغلی کریمي وايي، طالبانو څلور بریدګر په ډزو ووژل او یو یې ژوندی نیولی دی.

پر سردار محمد داود خان روغتون د ډاکترانو په جامه کې وسله والو ۲۰۱۷ کال کې یو برید کړی و او له ۳۰ ډېر کسان یې وژلي وو. په هغه برید کې نژدې ۵۰ کسان ټپیان شوي وو، چې مسوولیت یې داعش وسله والې ډلې منلی و.

له دې مخکې د اکتوبر لومړیو کې د پلازمېنې مرکزي عیدګاه جومات کې د یوې چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول.

د هغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو له پېښې وروسته طالبانو وویل، د پلازمېنې کابل په خیرخانه مېنه سیمه کې یې د داعش وسله والې ډلې پر یوه مرکز برید کړی او د عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې درې کسان د خپلو باروتو په چاودنه کې وژل شوي دي.