طالبان: هغه کسان چې پاسپورټ او ویزه و نه لري، له تورخمه د تېرېدو اجازه نه لري

طالبان وايي، له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه د تورخم دروازه یوازې د سوداګریزو موټرو او د پاکستان ویزا لرونکو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، هغو کسانو ته چې پاسپورټ او د پاکستان ویزه و نه لري، خیبر پښتونخوا لوري ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.
ښاغلی بلخي وايي، دوی کوښښ کوي چې دې برخه کې اسانتیا رامنځته کړي.
بل لور له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان ورسره ژمنه کړې، چې له افغانستانه پر وروړل شویو وچو او تازه میوو به مالیه نه اخلي او د سوداګرۍ لپاره به لار ۲۴ ساعته پرانیزي.
ښاغلی مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې وايي، کابل ته د سفر پر مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ژمنه ورسره کړې چې پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ دروازې به د خلکو تګ راتګ لپاره ۱۲ ساعته او د سوداګرۍ لپاره ۲۴ ساعته پرانیستې وي.
د ښاغلي مجاهد په وینا پاکستاني وزیر دغه راز ژمنه ورسره کړي، چې افغان بارچالاني لاریو ته به تر پېښور او کراچۍ پورې د تګ اجازه ورکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
بل لور ته اسلام اباد ته له ستنېدو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوې خبري غونډې ته وویل، افغان سوداګرو او هغو ناروغانو ته به چې په بېړنۍ توګه درملنې ته اړتیا ولري، تورخم کې ویزا ورکول کېږي.
وړمه ورځ په کابل کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له لیدنې وروسته د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په یوه ويډيويي پيغام کې د ښاغلي متقي له قوله ویلي و، له پاکستاني پلاوي سره يې د سوداګرۍ، لارو خلاصېدو او اقتصادي راکړې ورکړې په هکله خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي هيله څرګنده کړه چې له دې وروسته به دواړو هېوادونو تر منځ "د لارو خلاصېدو تر څنګ اقتصادي اړيکې ښې شي."










