د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو شیعه لږکي له خپلو سیمو بېځایه کړي؛ طالبان یې ردوي

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مسوولین وايي، هغه ډېری کسان چې مېشت ځایونه یې غصب شوي د پخواني حکومت کارکوونکي او شیعه وګړي دي. ارشیف تصویر

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي، طالبانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ځايي اوسېدونکي له خپل کور کلي د دې لپاره شړلي چې هلته خپل پلویان مېشت کړي.

د دې سازمان مسوولین وايي، هغه ډېری کسان چې مېشت ځایونه یې غصب شوي د پخواني حکومت کارکوونکي او شیعه وګړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي، طالبانو د اکتوبر لومړیو کې د هلمند، کندهار، دایکندي، ارزګان او بلخ ولایتونو له یو شمېر سیمو ځايي شیعه وګړي شړلي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مشره پیټریشیا ګوسمان په دې هکله وايي:

''طالبان د نژاد او سیاسي نظر پر بنسټ (له کور - کلي) شیعه وګړي او نور خلک شړي. دا ډول ایستل له قانوني پړاونو پرته او د زور له لارې تر سره کېږي، چې په ډله ییزه توګه د سزا ورکولو ناوړه بېلګه ده. ''

په رپوټ کې د ملګرو ملتونو یوه پخواني سیاسي شنونکي له قوله ویل شوي، طالبانو د دې پنځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ته یوازې څو ورځې وخت ورکړی، چې خپل کورونه او کروندې خوشي کړي او که نه د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته په دې هکله وویل، دوی دا ډول رپوټونه په کلکه ردوي.

نوموړي زیاته کړه:

''په ځینو مواردو کې ښايي د شخصي شخړو له کبله یا د اسلامي امارات له نامه څخه د ناوړه ګټه اخیستنې له کبله داسې شوي وي او یا هم په حقوقي قضیو کې اصلي مالک ته خپل حق سپارل شوی وی، دا استثنايي موارد دي او په هکله یې پلټنې کېږي، خو په ټول کې د ټولو وګړو حقونو ته رسېدګي کېږي. ''

نوموړی وايي، د نړیوالو سازمانو له لوري خپرېدونکي رپوټونه ''د ناسمو معلوماتو پر بنسټ '' چمتو کېږي، ''یو اړخیز '' دي او دوی یې په کلکه ردوي.

له دې مخکې د سپتمبر وروستیو کې د افغانستان د خلکو وحدت ګوند یو چارواکي محمد محقق ویلي و، شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ د دایکندي له ولایته طالبانو په زور شړلي او په خورا بد حالت کې دي.

ښاغلي محقق ویلي هغه خلک چې له کورونو ایستل شوي ورته سپارښتنه شوې که دعوه لري محکمې ته دې شکایت وکړي.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت یوه چارواکي عبدالحنان همت هغه مهال بي بي سي ته وویل: "اصل کې دا یوه حقوقي دعوه ده. ''

ښاغلي همت هغه مهال وویل اوس د خلکو د بې ځایه کولو پرېکړه ځنډېدلې او په دې اړه به لا ډېره څېړنه کېږي.

نوموړي پر ښاغلي محقق تور پورې کړ چې له دې حقوقي دعوې د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار اخلي .