د افغانستان په هکله د امام علي رحمان او ایمانویل مکرون لیدنه؛ 'فرانسه او تاجکستان ګډې اندېښنې لري'

ایمانویل مکرون او امام علي رحمان

د عکس سرچینه، EPA

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په پاریس کې د تاجکستان له ولسشمر امام علي رحمان سره په شریکه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله خبرې کوي.

ښاغلی مکرون وايي، تاجکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري او ''موږ د دې هېواد په هکله ګډې اندېښنې لرو. ''

نوموړی زیاتوي په افغانستان کې به د ثبات لړ کې د هغو مرستو په هکله له ښاغلي رحمان سره وغږیږي، چې فرانسه یې کولای شي.

فرانسه او تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ضد برالا دریځ لري.

دواړو هېوادونو ویلي چې د بشري حقونو لړ کې د طالبانو چلن له کبله د دې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني.

د فرانسې ولسمشر وویل: ''باید ترهګرو ډلو ته اجازه ور نه کړو، چې د ښځو حقونو په ګډون د هغو ارزښتونو پر ضد دسیسه وکړي، چې موږ پرې باوري یو. ''

ښاغلي رحمان بیا ګډې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې په اروپا کې فرانسې ته د ''باوري شریک '' په نظر ګوري.

داسې حال کې چې د افغانستان یوه بل ګاونډي هېواد ازبکستان له طالبانو سره اړیکي ټینګ کړي، تاجکستان چارواکو تر اوسه له طالبانو سره له همکارۍ ډډه کړې.

ولسمشر رحمان دا وروستیو کې د خپل هېواد سویلي پولو کې د ''ترهګرو ډلو '' یو ځای کېدو خبره هم کړې.

ښاغلي رحمان او ښاغلي مکرون پاریس کې ګډې خبرې غونډې ته وینا کوله

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي رحمان او ښاغلي مکرون پاریس کې ګډې خبرې غونډې ته وینا کوله

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د تاجکستان حکومت د طالبانو حکومت ضد مشرانو ته هم پناه ورکړې او د هغوی ملاتړ یې کړی.

بل لور ته طالبانو د ښاغلي رحمان مخکینیو څرګندونو ته غبرګون کې نوموړی د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړی دی.

ښاغلي رحمان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي وو، نه غواړي د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، خو په دې باور دی چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لپاره هلته د ټاکنې او د ټولو قامونو په ګډون د یو حکومت جوړېدل اړین دي.

طالبانو بیا د تاجکستان چارواکو ته خبرداری ورکړی و، چې ''د هر ډول اقدام مقابل کې به یې عکس العمل څرګند شي. ''