پینټاګون: له ۱۰ زره ډېر کسان په کابل هوايي ډګر کې له هېواده وتلو ته انتظار کوي

د امریکا دفاعي او پوځي چارواکو له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیاتو په هکله د دغه هېواد په دفاع وزارت کې یوه خبري غونډه کړې.

د امریکا پوځ د سیمه ییزو امنیتي عملیاتو څانګې مرستیال مشر جنرال هنک ټیلر وايي د خلکو ایستلو عملیاتو کې ډېر تمرکز پر دې دی چې' وکولای شو په مناسبه او خوندي توګه' هر څومره زیات کسان چې ایستلای شو، وایستل شي.

نوموړی وايي، پرون ۴۲ پوځي الوتکو ۱۱۲۰۰ امریکايي او د ۴۸ متحدینو ۷۸۰۰ کارکوونکي له افغانستانه بهر وایستل.

هغه وايي، له کابل هوايي ډګره له هرو ۳۹ دقیقو وروسته یوه الوتکه پورته کېږي.

د جنرال ټیلر په خبره اوس هم په هوايي ډګر کې ۱۰ زره داسې کسان شته چې له هغه ځایه وتلو ته انتظار کوي.

د نوموړي په وینا دا په داسې حال کې چې نور خلک هم له هېواده د وتلو لپاره هوايي ډګر ته ورتلای شي‌ ' د همدې شېبې یو تصویر' دی.

همدې غونډې ته وینا کې د امریکا دفاع وزارت رسنیزې څانګې مشر جان کربي وویل:

''موږ به د خلکو ایستلو لپاره تر وروستۍ ټاکلې نۍټۍ پورې دا لړۍ روانه وساتو.''

د نوموړي په وینا کله چې له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیات پای ته ورسېږي، امریکايي پوځیان به هوايي ډګر پرېږدي او له هغه وروسته مسوولیت به د امریکا نه وي.

ښاغلی کربي زیاتوي: ''زه ګومان کوم له هغه وروسته به له نړیوالې ټولنې سره طالبان په خپله هر څه سمبالوي''

ملا عبدالسلام ضعیف: خلک د طالبانو واکمني کې خوښ دي

د پاکستان لپاره د طالبانو پخوانی سفیر بي بي سي ته وویل، طالبان د پخوانۍ سختې واکمنۍ د تکرار پلان نه لري او پر خپلو ژمنو عمل کوي.

ملا عبدالسلام ضعیف چې ۲۰ کاله مخکې د طالبانو واکمنۍ د نسکورېدو تر مهاله سفیر او دا وروستیو کې د سولې خبرو کې فعال و، وايي:

''همدا اوس د خلکو ژوند له معمول سره سم دی. د ښځو زدکړې پیل (شوې) او ښځې کولای شي دندې ته لاړې شي. ''

ښاغلی ضعیف وايي، یو شمېر خلک په کابل هوايي ډګر کې وروستۍ ګډوډۍ له مناسبو اسنادو پرته له هېواده د وتلو لپاره وکاروي.

نوموړي دغه راز د طالبانو په هکله د ده په وینا د ناسم تصویر پر وړاندې کولو نیوکه وکړه.

نوموړی وايي:

''دا د طالبانو پر ضد لویه توطئه ده، خلکو ته دا ویل چې ګواکې طالبان وحشتناک دي، یا دوی د خلکو ضد دي او یا دا چې ګواکې دوی د زدکړو ضد دي. ''

ښاغلی ضعیف زیاتوي:

''کله چې زه له خلکو سره په کابل کې اړیکه نیسم، دوی خوښ دي. (طالبان) له خلکو غچ نه اخلي، ان هغه خلک چې هوايي ډګر ته ځي، طالبان یې په قانوني توګه هلته د تلو مخه نه نیسي. ''