تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: په کابل هوايي ډګر کې د ګډوډۍ مسوولیت زموږ پر غاړه نه دی
په داسې حال کې چې زرګونه کسان هڅه کوي، د افغانستان پلازمېنې کابل د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې هېواد پرېږدي، طالبان وايي، په دغه هوايي ډګر کې د ګډوډۍ مسوولیت د دوی پر غاړه نه دی.
د طالبانو یو ویاند وايي، لوېدیځوال ځواکونه باید د خلکو لېږدولو لپاره یو مناسب پلان درلودای.
د جمعې پر ورځ د کابل په هوايي ډګر کې د الوتنو لړۍ کې د ځنډ له رامنځته کېدو وروسته اوس بېرته دغه لړۍ له سره پیل شوې ده.
بل لور ته د هوايي ډګر په شاوخوا کې ګڼه ګوڼه خورا ډېره ده او هغه کسان چې د سفر کولو لپاره اسناد لري، هڅه کوي، د الوت لپاره ځان هوايي ډګر ته ورسوي.
امریکايي ځواکونه د هوايي ډګر په دوه سوه کیلومترۍ کې له یوه هوټله تر هوايي ډګر پورې خلک په چورلکو کې لېږدوي.
د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، دریو چورلکو کې یې ۱۶۹ امریکايي وګړي هوايي ډګر ته رسولي دي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، دغه کسان د هوايي ډګر په دوه سوه مترۍ کې یوه هوټل کې مېشت وو او نه یې شوای کولای د هوايي ډګر مرکزي دروازې ته ځان ورسوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د اګست میاشتې تر پایه پورې به له افغانستانه د امریکایانو وتلو لړۍ بشپړه شي، خو په وینا یې په دې پروسه کې د تلفاتو احتمالي خطر نه شي ردولای.
طالبان د هوايي ډګر په شاوخوا کې د یو ځای شویو خلکو کنټرولولو هڅې کوي او له یکشنبې راهیسې لږ تر لږه ۱۲ کسان په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.
د کابل هوايي ډګر شاوخوا کې زرګونه کسان راټول شوي، هڅه کوي هوايي ډګر ته ننوځي او بهر ته ولاړ شي.
د طالبانو له خوا د کابل له نیولو سره وروسته بهرنیان او هغه زرګونه کسان او کورنۍ یې چې له امریکا ناټو او نورو لویدیځو هېوادونو سره یې کار کړی او له خطر سره مخامخ دي هڅه کوي له افغانستانه ووځي.