د ۳۱ اګست ضرب الاجل غځولو لپاره له طالبانو سره خبرې پیل شوې

له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو لپاره د اګست ۳۱ ضرب الاجل غځولو لپاره د جرمني، ترکیې، امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، د جي ۷ هېوادونو مشران باید له کابل هوايي ډګره بهر ته د خلکو لېږدولو بهیر همغږی کړي او پر دې غور وکړي چې د امریکا له لوري ټاکل شوې اګست ۳۱ مې ضرب الاجل وغځول شي او که نه.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي، جرمني، امریکا، ترکیې او طالبانو په دې هکله خبرې پیل کړې چې هدف یې د اګست له ۳۱ وروسته هم د ملکي الوتنو له لارې د خلکو ایستلو چارو روان ساتل دي.

نوموړی وايي، د اګست له ۳۱ وروسته به کابل هوايي ډګر یوازې په داسې صورت کې فعال ساتل کېږي، چې د خوندیتوب تضمین یې وشي.

د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، په کابل هوايي ډګر کې ګډوډي په ډېرېدو ده.

د دوشنبې پر ورځ د نامعلومو وسله والو، افغان ساتونکو او بهرنیو ځواکونو تر منځ نښته کې یو افغان سرتېری ووژل شو.

له دې مخکې وسله والو طالبانو د اګست ۳۱ مې ضرب الاجل غځول رد کړل او د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین وویل کې دا ضرب الاجل غځول کېږي، ناوړه پایلې به ولري.

امریکا ته د افغان کډوالو لومړۍ الوتنه

بل لور ته په جرمني کې د رامستین سیمې له امریکايي اډې د امریکا متحدو ایالتونو پر لور الوتې چې د 'ځانګړې امریکايي ویزې ' لرونکې افغانان امریکا ته لېږدوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط خبریالانو ته وویل، دا لومړنۍ الوتکه ده، چې له یوه بل کوربه هېواده افغان کډوال امریکا ته لېږدوي.

دغه چارواکی وايي، امریکا دغه ډول اته ځایونه د موقت وخت لپاره کاروي چې امریکا ته د روانو افغان کډوالو د اسنادو چمتو کولو لپاره به کار ترې اخیستل کېږي.

دې چارواکي هغه رپوټونه رد کړل چې له کابل هوايي ډګره بهر امنیتي پوستو کې یوازې امریکايي وګړو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.