د افغانستان جلال اباد او د هند جیپور ترمنځ د 'ملګرو ښارونو' تړون لاسلیکېږي

د عکس سرچینه، AEI
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر بي بي سي ته ویلي، هندي لوري ور سره منلې چې نږدې راتلونکي کې به د جلال اباد ښار او د هندوستان جیپور ښار ترمنځ د "ملګرو ښارونو" تړون لاسلیک شي.
د ملګرو ښارونو دا ډول هوکړه لیک چې د هېوادونو یا ښارونو د چارواکو ترمنځ لاسلکېږي، د انساني او کلتوري یووالي لامل ګڼل کېږي.
د چارواکو په خبره، د جلال اباد او جیپور ترمنځ د هوکړه لیک له رامنځته کېدو سره به د دواړو ښارونو ترمنځ راشه درشه ډېره شي چې ور سره به یې خپلمنځي کلتوري، اقتصادي او ټولنیز اړیکي هم پراخ شي.
په ۸۰ یمو کلونو کې هم د افغانستان یو شمېر ښارونو د پخواني شوروي اتحاد له ښارونو سره د ورته اړیکو تجربه لرلې ده.
په هندوستان کې افغان سفیر فرید ماموندزی وايي، دا هوکړه لیک به د دواړو هېوادونو په ځانګړي ډول دواړو ښارونو ترمنځ د ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي راشه درشه د ډېرېدو لامل شي.
ننګرهار د کابل او پنجشير ترڅنګ د هغو ګوتو په شمېر ولایتونو له ډلې دی چې حکومت پکې د وسله والو مخالفانو فعالیتونو مخنیوي لپاره تر اوسه د شپې په ګرځېدو بندیز نه دی لګولی.
د ننګرهار چارواکي هڅه کوي د سیمې له نورو ښارونو سره هم د هند جیپور ښار ته ورته د ورورګلوۍ اړیکو پیلولو څپرکی پرانیځي.
د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر بي بي سي ته وویل، نږدې راتلونکي کې له ډېورنډ کرښې هاخوا د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښور ښار سره هم د یوې هوکړې دلاسلیکولو پلان لري.
د سیمې او نړۍ له نورو ښارونو سره د افغان ښارونو د ورورګلوۍ د هوکړه لیکونو مسلې مخینه د افغانستان له کورنیو جګړو وړاندې پېر ته رسېږي.
په افغانستان د شوروي اتحاد له ملاتړ برخمنو حکومتونو هم د دغه اتحاد د غړو هېوادونو له یو شمېر ښارونو سره د ورورګلوۍ هوکړې لاسلیک کړې دي.
د بېلګې په ډول د افغانستان مزار شریف ښار د ازبکستان له ترمز ښار سره ورته یو هوکړه لیک لاره.
جلال اباد ښار په کور دننه هم له مزار شریف ښار سره ورته یوه هوکړه لري چې د چارواکو په خبره، په وروستیو کې یې د دواړو ښارونو ترمنځ په راشه درشه، کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو مثبت اغېز لرلی دی.









