نورستان کې سېلاب؛ نږدې دوه سوه کسان ورک دي؛ د ۶۰ مړي موندل شوي

HAQ

د عکس سرچینه، HAQ

د عکس تشریح، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، د پاتې ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

افغان چارواکي وايي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې وړمه شپه د ګڼ باران ورېدو له کبله یې سېلابونه راوتلي چې له کبله لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور لادرکه دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، د کامدېش په میردیش سیمه کې د دې سېلاب د مړو او ورکو شمېر تر ۱۸۰ رسېږي چې له ډلې یې د ۶۰ مړي موندل شوي دي.

د والي په خبره، ځینې مړي د کونړ په ناړۍ،اسمار او سرکاڼو ولسوالیو کې له کونړ سیند موندل شوي دي او د پاتې کسانو د موندلو هڅې هم روانې دي.

ښاغلی عبدالقیوم وايي، هڅه یې دا ده چې مړي خپلو کورونیو پورې ورسوي او هم مرستې وکړي.

نوموړی وايي سېلاب سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.

د نورستان د ولايتي شورا مشر سعید الله نورستاني او د دې شورا یو بل غړي بي بي سي ته سيمه کې تر ۸۰ د ډېرو کورونو ویجاړېدو خبره کړې چې وايي سېلاب وړي دي.

والي حافظ عبدالقیوم وایي، سړکونه وران شوي او له امله یې مرستې رسول ستونزمن شوي دي او اوس دا ارزوي چې څنګه له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره، مرستو کې خېمې، جامې، د پخلي وسایل، نغدي او نوره مرسته شامله ده او د وضعیت سمېدو سره به سېلاب ځپلو ته واستول شي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال ویاند سمیع ضربي بي بي سي ته وویل، له سیمې ورته رسېدلي لومړني رپوټونه وايي سېلابون ۶۰ کورونه او دوه پلونه بشپړ ویجاړ کړي دي.

نوموړی وايي، کامدېش ته د ورڅېرمه کونړ له غازي اباد ولسوالۍ لار طالبانو بنده کړې ده او هلته د مرستندیانو د تللو فرصت نشته.

طالبان څه وايي؟

نورستان

د عکس سرچینه، ANDMA

د عکس تشریح، نورستان کې د سېلاب تګلارې تصویر چې افغان چارواکو خپور کړی

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی کسان به سیمه کې له هر ډول مرستندویه چارو سره مرسته کوي.

طالبانو همدا راز ویلي، مالي اداره به یې سېلاب ځپلیو سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته هم کوي.

د پېښو اړوند چارو وزارت وايي د نورستان په ګډون د افغانستان په ځینو ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د نورو بارونونو اټکل هم شوی دی.

د تېر ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې هم د افغانستان ۱۳ ولایتونو کې له ورښتونو وروسته سېلابونو تر ۱۵۰ ډېر کسان وژلي وو او تر دوه سوو ډېر ټپیان شوي وو.