تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: د بهرنیو ځواکونو ژباړنو ته زموږ له خوا خطر نشته
طالبانو په دوو جلا اعلامیو کې بهرنیو دیپلوماتانو، د بشري برخو کارکوونکو، د بهرنیو ځواکونو افغان ژباړونکو او ساتونکو ته له خپله اړخه د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.
دې ډلې په یوه تازه اعلامیه کې نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۷مه) ویلي د دوی لخوا هغو افغانانو ته "خطر متوجه نه دی" چې له بهرنیو ځواکونو سره یې د ژباړې، ساتنې او نورو برخو کې کار کړی دی.
طالبان وايي پر دغو افغانانو کار نه لري او بلنه ورکوي چې افغانستان کې عادي ژوند ته دوام ورکړي او د خپل تخصص برخه کې د "هېواد خدمت وکړي."
خو د طالبانو په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د بهرنیو ځواکونو افغان کارکوونکي باید "په خپلو تېرو کړنو پيښمانه واوسي" او د راتلونکي لپاره بیا داسې لاره غوره نه کړي چې د دوی په وینا له "اسلام او هېواد سره خیانت بلل کېږي".
طالبان وايي: "موږ هغه مهال هغوی خپل دښمنان بلل چې مخامخ زموږ د دښمن په صف کې ولاړ وو."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له بهرنیو ځواکونو سره لسګونو پخوانیو افغان ژباړنو او نورو کارکوونکو له متحدوایالتونو د خپلو دوسیو د برخلیک مالومېدو غوښتنه کړې وه.
دوی ویلي وو چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې افغانستان کې امنیت خوندي نه دی او غم یې باید وخوړل شي.
له دې سره جوخت امریکا، بریتانیا او جرمني هم د هغو افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوي د ایستلو خبره یې کړې چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې افغانستان کې د دوی له ځواکونو او نورو ادارو سره کار کړی دی.
امریکا په ۲۰۰۹ کال کې یو پروګرام وړاندې کړ چې له مخې یې هغو کسانو ته د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزه ورکول کېږي چې افغانستان کې یې له امریکا او ناټو سره کار کړی وي.
دیپلوماتانو او د بشري برخو د کارمنانو خوندیتوب
په ورته وخت د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي چې د دغه دفتر د مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوي تېره ورځ (یکشنبه د غبرګولي ۱۶مه) دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره ولیدل.
نوموړی زیاتوي په دې لیدنه کې "د سولې د روانې پروسې، د بهرنیو قواوو د وتلو، د اروپايي اتحادیې بشري مرستو او د دیپلوماتانو او بشري برخو کارمنانو د امنیت په اړه خبرې وشوې" او د طالبانو پلاوي وویل "د ډیپلوماتانو او بشري برخو کارمندانو خونديتوب زموږ د هېواد د ملي ګټو برخه او زموږ مسوولیت دی."
طالبان په داسې حال کې د بهرنیو دیپلوماتو او د بشري برخو د کارمنانو د خوندیتوب خبره کوي چې په دې وروستیو کې کابل کې ځینو بهرنیو سفارتونو افغانستان کې د جنګ جګړو او تاوتریخوالي له ډېرېدو سره د خپلو کارکوونکو، دیپلوماتانو او عامو وکړو ته یو لړ امنیتي سپارښتنې کړې دي.
په دې لړ کې اسټرالیا ان له تېرې میاشتې د افغانستان د ناڅرګند امنیتي وضعیت او امنیتي اندېښنو له کبله کابل کې خپل سفارت هم تړلی دی.