تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نوې پرېکړې له مخې نور افغان ژباړن په برتانیا کې د مېشت کېدو حق تر لاسه کوي
- Author, جوناتن بېیل
- دنده, د بي بي سي دفاعي چارو خبریال
د برتانوي حکومت یوې نوې پرېکړې له مخکې لسګونو نورو هغو افغانانو ته په دغه هېواد کې د مېشت کېدو اجازه ورکول کېږي، چې افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره د ژباړن په توګه دنده درلوده.
په ۲۰۱۳ کال کې د دغه پلان له پیل راهیسې ۴۵۰ افغانان له کورنیو سره برتانیا ته رسېدلي دي. خو یو شمېر نور بیا چې مستحق نه وو بلل شوي وايي، طالبانو ګواښلي یا په نښه کړي دي.
د برتانیا دفاع وزیر بن والاس وايي 'دا یو ویاړمن کار دی، چې باید وشي. '
د اصلي پلان له مخې یوازې هغو کسانو ته دا حق ورکول کېده چې د (جګړې) په لومړۍ کرښه کې یې له برتانوي ځواکونو سره تر یوه کاله پورې دنده درلوده او بیا نوره پسې غځول شوې.
له همدې امله سلګونه افغان ژباړن چې له ۲۰۱۴ کال مخکې یې له هلمنده د برتانوي ځواکونو له وتلو مخکې ورسره دنده درلوده، برتانیا کې د مېشت کېدو له حقه محروم پاتې شوي وو.
یو شمېر پخوانیو پوځیانو او د برتانوي پارلمان غړو له همدې کبله نیوکې کړې وې.
اوس د کورنیو او دفاع وزارتونو تر منځ له بحث وروسته په برتانیا کې د دې کسانو مېشت کولو پلان غځولو پرېکړه شوې.
د نوې پرېکړې له مخې اوس هغه افغانان هم کولای شي برتانیا کې د مېشت کېدو غوښتنلیک وړاندې کړي، چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ یې په لومړۍ کرښه کې ۱۸ میاشتې له برتانوي ځواکونو سره دنده تر سره کړې، خو وروسته یې استعفا کړې.
دفاع وزیر بن والاس او کورنیو چارو وزیرې پریتي پټېل په نورفوک سیمه کې د پوځ یوه روزنیز مرکز لیدنې پر مهال نوې پرېکړه اعلان کړه.
دوی د هغو پوځیانو لیدو ته ورغلي وو، چې کابل کې له هغو افغان ژباړنو سره ګډه دنده لري، چې اوس په برتانیا کې مېشت دي.
ښاغلي والاس په شرایطو کې دغه بدلون له ژباړونکو نه د دوی وفادارۍ او خدمت لپاره 'له تاسې مننه ' وبلل.
اغلې پټېل وویل:
''دا سمه ده چې موږ له هغو کسانو سره ښه وکړو چې د نړۍ له ډېرو سختو او مخالف چاپېریال کې یې زموږ له ځواکونو سره یو ځای خدمت وکړ. ''
خو دې سره هم لسګونه افغان ژباړن چې له برتانوي ځواکونو سره یې دنده درلوده، په برتانیا کې د مېشت کېدو له حقه محروم پاتې کېږي.
هغه ژباړن چې یوه درېیم هېواد ته تښتېدلی وي، نه شي کولای دا حق تر لاسه کړي او دغه راز هغه کسانو ته هم دا حق نه ورکول کېږي، چې له برتانوي ځواکونو سره یې له ۱۸ میاشتې کمه موده د ژباړن په توګه دنده تر سره کړې وي.
برتانیا د هغو کسانو لپاره چې (ګواښ) سره مخامخ شوي، دغه هېواد کې د بیا مېشت یو ځانګړی پلان هم لري، چې د تیورۍ له مخې افغان ژباړونکو ته برتانیا کې د اوسېدو حق ورکوي، خو ګڼ افغان ژباړن چې د افغانستان په یوه بله برخه کې مېشت شوی، تر اوسه نه دي توانېدلي د برتانیا دغه ګواښ پلان له مخې برتانیا ته ورسېږي.
بل لور ته د برتانیا دفاع او کورنیو چارو وزیران ټینګار کوي، چې دروازې نه دي تړل شوې او په وینا یې د هر کس دوسیه به په ځانګړې توګه څېړل کېږي.
په داسې حال کې چې د دغه پلان غځېدو له کبله یو شمېر مخکیني ژباړن خوښي څرګندوي، ځینو نورو سره بیا د راتلونکي په هکله لا هم اندېښنې شته.
له طالبانو سره د سولې په هکله خبرو ته هم هیلې شته، خو له دې خبرو مخکې سلګونه طالبان له زندانونو خوشي شوي دي او په افغانستان کې د دغه ډول پاتې ژباړنو لپاره ګواښ لا هم نه دی لېرې شوی.