تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ افغانستان د دریمې څپې اوج ته نږدې دی، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۱۵۶۶ کسان نوي اخته شوي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې تېر ۲۴ ساعته دغه هېواد کې د کورونا وېروس ۱۵۶۶ نوې پېښې ثبت او ۳۰ کسان له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
دا د کورونا وبا له پیل راهیسې افغانستان کې په یوه ورځ د کورونا تر ټولو ډېرې پېښې دي.
همدا راز تر دې وړاندې د کورونا د لومړي څپې پر مهال یوازې دوه ورځې له ۳۰ د ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې وه.
د کورونا له دغو نویو پېښو ۴۸۲ کابل کې ثبت او ۱۹ کسان هم دغه ښار کې مړه شوي دي.
له دې سره تر دې دمه افغانستان کې ۷۳ زره ۲۵۶ کسان په کورونا اخته تشخیص او ۲ زره ۹۷۴ کسان له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
د درېمې څپې اوج
دا په داسې حال کې ده چې د عامې ورغتیا وزارت تازه ویلي چې افغانستان د کورونا د درېمې څپي اوج ته نږدې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي بي بي سي ته ویلي، افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې له تېر کوچني اختر راهیسې په لوړېدو دي او اوس یې کچه شاوخوا ۲۸ سلنې ته رسېدلې ده.
نوموړی وايي: "د عامې روغتیا وزارت اټکل دا دی چې افغانستان کې به له لسو تر دولسو نورو ورځو پورې پېښې همداسې مخ په ډېرېدو وي او موږ به د ګراف لوړې څوکي ته ورسېږو."
خو نوموړی په ورته وخت د دې احتمال یادونه هم کوي چې ښايي د دوی دا وړاندوینه سمه ونه خېږي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تېرې جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې په لومړي ځل یې یوه ورځ کې ان د کورونا د لومړۍ څپې تر اوج ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ تر هغې په وړاندې ۲۴ ساعتونو کې د کورونا د ۹۶۵، د شنبې په ورځ د ۶۵۴ او د یکشنبې پر ورځ د ۹۲۹ تازه مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی و.
دغه وزارت د کورونا وېروس د درېمې څپې د چټکې خپرېدا د مخنیوي د هڅو په لړ کې تېره اونۍ د ودونو د تالارونو او دوه ورځې وړاندې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اونیو لپاره د ټولو ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه وکړه.
افغانستان کې د کورونا واکسیناسیون
بلخوا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د کورونا واکسین د کمښت خبرونه خپاره شوي، د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وايي د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کورونا واکسین لړۍ په "نورمال ډول" دوام لري.
خو ښاغلی علیزی مني چې عامې روغتیا وزارت ته مخکې د اسټرازېنېکا کمپنۍ ورکړي واکسین کم پاتې دي او دا واکسین اوس هغو کسانو ته لګول کېږي چې د همدغه واکسین لومړی ډوز ورته لګول شوی وي.
د اسټرازېنېکا کمپنۍ دا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین هند افغانستان ته ورکړي و.
تازه چین هم افغانستان سره د کورونا وېروس د ۷۰۰ زره ډوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې او د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي هڅې روانې دي چې دا واکسین ژر ترلاسه شي.
دوی همدا راز د کوواکس پروګرام له لارې هم افغانستان ته د ورکول کېدونکي واکسین د ترلاسه کېدو لپاره د هڅو خبره کوي.
ویتنام کې نوي قیودات
ویتنام هیله من دی چې د هوشي مېن ښار د ټولو وګړو معاینې او د ټولنیز واټن لپاره نویو اصولو سره د کورونا وېروس د نوي ډول د خپرېدو مخنیوی وکړي.
د ویتنام دا پرېکړه له هغه وروسته ده چې له مذهبي مراسمو وروسته ډېر کسان کورونا شول.
تراوسه ویتنام د کورونا وېروس په کنټرول کې د نړۍ یو بریالی هېواد بلل کېږي، خو وروستیو اونیو کې په دغه هېواد کې کورونا ډېره شوې ده.
تېرو ورځو کې چارواکو خبرداری ورکړ چې دغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ یو ډېر خطرناک ډول موندل شوی دی.
د ویتنام روغتیايي چارواکي وايي، د کورونا نوی ډول له بریتانوي او هندي ډولونو جوړ دی او د هوا له لارې اسانه لېږدول کېږي.
تراوسه دغه هېواد کې تر اوو زرو ډېر کسان په کورونا اخته او ۴۷ ترې مړه شوي دي، چې نیمايي یې هم د نوي ډول له امله دي.
هوشي مېن کې د کورونا خپرېدا له هغه وروسته جدي یا سخته وګڼل شوه چې د کلیسا مذهبي مراسمو کې نږدې ۱۲۵ کسان په کووېډ-۱۹ اخته شول.
د ۱۳ میلیون وګړو معاینه
تراوسه د هوشي مېن ښار څنډو کې د خلکو کورونا ټېسټ اخیستل شوی او په بشپړ ټولبندیز کې دي.
چارواکو پرېکړه کړې چې د دغه ښار د ۱۳ میلیون وګړو معاینه وشي.
که ورځانه یو لک کسان هم ټېسټ شي، نو د ټول ښار وګړي به نږدې څلورو میاشتو کې معاینه شي.
په دا مهال د ټولنیز واټن لپاره نوي اصول اعلان شول چې له نن تر ۱۵ ورځو پام کې نیول کېږي.
د نويو اصولو له مخې ټول پلورنځي او هوټلونه تړلي او ټول مذهبي مراسم هم ځنډول شوي دي.
د حکومت په خبره، له لسو ډېرو کسانو پر ټولو غونډو بندیز دی، خو تر پنځو کمو کسانو غونډې کېدلی شی.
کله چې پر ۲۰۲۰ کال کورونا وېروس چین کې پیل شو، ویتنام سملاسي لاس په کار شو او دغه هېواد ته په تګ کې یې له خپلو وګړو پرته پر ټولو مساپرو پولې وتړلې.
دغه هېواد ته تلونکي ټول کسان یې کرنتین او معاینه کول او په کورونا د اخته کسانو موندلو لپاره یې پراخه معاینه وکړه.
د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره دا مهال د ویتنام پر حکومت د عمومي واکسین د چټکولو لپاره ډېر فشار دی.
تراوسه د ویتنام نږدې یو سلنه کسانو د کورونا یو واکسین کړی دی.