کورونا وېروس: '' بدله شوې بڼه یې د افغانستان ۱۸ ولایتونو ته رسېدلې''

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې چارواکي وايي، د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر تر اختر وروسته ډېر شوی او د روژې میاشتې پرتله څو برابره ډیروالی ښيي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د کورونا وېروس بدله شوې بڼه نژدې شلو ولایتونو کې خپره شوې او تر دې دمه یې شاوخوا ۳۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
یاد وزارت وایي، کېدای شي د کورونا وېرس بدله شوې یا بریتانیايي بڼه په ۳۴ ولایتونو کې وي.
چارواکو تر دې دمه په افغانستان کې کورونا وېروس هندي بڼې د مثبتو قضیو د ثبت په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ، خبرداری ورکړ که خلک روغتیایي لارښوونې په پام کې و نه نیسي د دې ناروغۍ کنټرول به د روغتیا وزارت لپاره ستونځمن شي.
'' د کورونا د نوي ډول چې انګلیسي ډول یې دی، په اتلسو ولایتونو کې یې پېښې مثبتې شوې دي. ډېری پيښې هم په ختیځو ولایتونو کې په ځانګړي ډول ننګرهار کې دي. له ننګرهار وروسته بیا کابل، او هرات، کندهار کې پېښې ډېرې دي او دا هم نه شو ردولای چې کېدای شي په ۳۴ ولایتونو کې د نوي ډول پېښې مثبتې وي. ''
دی وايي د کورونا وېروس بدله شوې بڼه د لومړۍ بڼې پرتله کوم چې د چین له ووهان ولایت څخه خپره شوې لږ خطرناکه ده خو خورا په چټکۍ خپریږي.
د روغتیا وزارت په وینا، د کورونا وېروس ترټولو ډېرې مثبت پېښې په سرحدي ولایتونو کې ثبت شوې دي.
هند ته د افغانانو تګ، راتګ په افغانستان کې د کورونا وېرس هندي بڼې د شتون په اړه هم اندېښنې ډېرې کړې دي، خو د عامې روغتیا وزارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا وزارت وايي، افغانستان کې د کورونا وېرس د هندي او افریقايي ډول پېژندلو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.
افغانستان کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کورونا وایروس ۲۴۲ مثبتې پيښې ثبت شوي او لس کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دې هېواد کې له دې نویو شمېرو سره د کورونا وېروس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۵ زرو ته ورسېد.
رسمي شمېرې ښيي، کورونا تر دې دمه افغانستان کې دوه زره ۷۰۰ کسان وژلي او د روغتیا وزارت مسوولین وايي تر دې دمه شاوخوا ۵۶۰ زره کسانو ته د کورونا وېروس پر ضد واکسین ورکړل شوي دي.








