ناټو: د افغان ځواکونو روزنې، مالي ملاتړ او د کابل هوایي ډګر فعال ساتلو لپاره مرستې جاري ساتو

د عکس سرچینه، Getty Images
ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له افغانستانه د دغه سازمان د ځواکونو له وتلو وروسته له دغه هېواد سره د ناټو مرستو په هکله پر خپل پلان غږېدلی دی.
ښاغلی سټولټنبرګ وايي، ناټو به له افغان امنیتي ادارو سره د سلا، مشورې، روزنې او کابل هوايي ډګر د خوندي فعالیت په ګډون مالي مرستې روانې ساتي.
د ناټو یوه اعلامیه کې ویل شوي، د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره لیدنه کې دواړه مشران په عراق، ساحل سیمه او افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارز هم وغږېدل.
په اعلامیه کې راغلي په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت پای ته رسېدو په هکله عمومي منشي وویل:
''د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته موږ نوی څپرکی پرانیزو. په راتلونکي کې به د ناټو ملاتړ درې مرکزي ستنې ولري، لومړی دا چې موږ به افغان امنیتي ادارو سره د مشورو او وړتیا برخه کې مرسته کوو، او دغه راز به له افغان امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې روانې وساتو، دویم دا چې له افغانستانه بهر به د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د پوځي زدکړو او او روزنې زمینه برابروو، چې تمرکز به مو د ځانګړو ماموریتونو پر ترسره کوونکو ځواکونو وي. درېیم، د خدمتونو وړاندې کولو لړ کې به مالي مرسته ورکوو چې د کابل هوايي ډګر خوندي فعالیت لپاره به مالي مرسته هم پکې شامله وي. ''
د ښاغلي سټولټنبرګ په وینا په دې توګه به ټول ناټو متحدین او نړیواله ټولنه وکولای شي له افغانانو سره مرسته وکړي او د سولې هڅو کې برخه واخلي.

د عکس سرچینه، NATO
ناټو او امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې افغان پوځ خپل مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کولی شي او د دوی مالي ملاتړ به هم ورسره وي.
یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي.
د امریکا له دې اعلان سره ناټو هم تر همدې نېټې د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هغه مهال وویل، غړي هېوادونه په ګډه افغانستان ته تللي او په ګډه به له دې هېواده بهر کېږي.









