د ناټو سرمنشي: تر هغې به افغانستان کې یو چې د ماموریت اهداف مو نه وي ترلاسه شوي

ستولتنبرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دا سازمان به تر هغې په افغانستان کې پوځي حضور ولري چې د ماموریت اهداف یې نه وي ترلاسه شوي او وتلو ته شرایط برابر نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر راتلونکي کرسمس پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي پوځیانو د ایستلو خبره کړې.

خو د ناټو سرمنشي چارشنبه بروکسل کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې یې پوځي ماموریت د دې لپاره پیل شوی و چې هلته د ترهګرۍ پر ضد جګړه وشي، او تر هغې چې ترهګر شته او طالبانو له ترهګرو ډلو سره اړیکې ختمې کړې نه وي، دا ماموریت به دوام ولري.

ښاغلي سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ناټو شتون یا وتل په شرایطو پورې اړه لري او هر کله چې شرایط برابر وو، یاد سازمان به له افغانستانه ووځي.

نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون مهم وباله او هیله یې وښوده چې دوحه کې روانې بین الافغاني خبرې به مثبته پایله ولري.

د سرمنشي سټولټنبرګ له دې څرګندونو وړاندې د ناټو غړو او شریکانو د دوشنبې په ورځ خپله غونډه کې تر ۲۰۲۴ کال له افغان ځواکونو د مالي ملاتړ پر ژمنه بیا ټینګار وکړ.

جنرال مېلر: تاوتریخوالی د سولې فرصت ته ګواښ دی

مېلر

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته افغانستان کې د امریکا تر ټولو جګپوړی قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، دغه هېواد کې د مخ په ډېرېدونکي تاوتریخوالي له امله د سولې کمساري چانس ته خطر پېښ شوی دی.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې پر افغان پوځ او وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي.

وروستیو ورځو کې امریکایان هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې مشروطوالی ډېر برسېره کړي او د کابل په اعلامیه ټینګار کوي چې پکې د واشنګټن-کابل امنیتي تړون تر ۲۰۲۴ کال باور وړ دی.

جنرال سکاټ مېلر هم وايي، دوحه کې له طالبانو سره د دوی د سرتېرو وتلو هوکړه مشروطه ده او زیاتوي، د جګړې د دوام او افغانستان کې د دولت د پرځولو انتظار باید ونه شي:

"تاوتریخوالی له حده ډېر دی، موږ تل ویلي چې ښکېلې غاړې دې تاوتریخوالی کم کړي، یو لوری دا کار نه شي کولی باید ټولې خواوې دا کار وکړي. "

د هغه په خبره، دا تاوتریخوالی باید دومره لږ شي چې د مدیریت وړ وي:

"موږ پوهېږو چې دا کار شونی دی، ځکه موږ د فبرورۍ په ۲۲ او ۲۹ ولیدل چې تاوتریخوالی ونه درېد خو کچه یې ډېره ټیټه شوه، تر دې چې افغانانو ته یې چانس ور کړ چې هیله من شي، موږ دا هیله په دواړو اخترونو کې اوربند او د تاوتریخوالي کمېدو کې ښه ولیده."

د کورنۍ جګړې په اړه اندېښنه

حمد الله محب

د عکس سرچینه، MOHIB FACEBOOK

د عکس تشریح، ښاغلي محب دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې قطر کې د بین الافغاني خبرو پنځمه اونۍ ده، خو تر اوسه هېڅ غاړه د خبرو پر تګلارې هوکړې ته نه ده رسېدلې یا دا چې په هېواد کې پر اورکم توافق وشي او اوربند اعلان شي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم بي بي سي ته ویلي افغان دولت د سولې هڅو ته چانس ورکوي چې بریالۍ شي خو هغه طالبان په دې تورن کړل چې خبرې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو ځنډوي.

د نوموړي په خبره، طالبان هوښیار سیاست او په ښه نیت خبرې کولی شي.

نوموړي ټېنګار وکړ چې افغان دولت هم د سولې او هم د جګړې لپاره چمتو دی.

هغه دا هم ومنله چې د جګړې ډکر کې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د امریکا هوايي ځواکونو ملاتړ افغان ځواکونو ته اړین دی، خو دا یې هم وویل، هغې ورځې ته چمتو دي چې ډېری امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان ووځي.

خو امریکايي قومندان مېلر بیا وايي، چې افغان پوځ باید د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې د خپل هېواد دفاع ته چمتو شي.

د اکټوبر پر ۱۹ د ناټو غړو هم له افغان پوځ سره تر ۲۰۲۴ کال د مالي ملاتړ ژمنه وکړه.

د عکس سرچینه، NATO

د عکس تشریح، د ناټو غړو او شریکانو د دوشنبې په ورځ خپله غونډه کې تر ۲۰۲۴ کال له افغان ځواکونو د مالي ملاتړ پر ژمنه بیا ټینګار وکړ.

امریکايي چارواکي ډېره هڅه کوي دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې مثبته پایله ولري او دې سره د دوی د ځواکونو وتلو ته لار برابره شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خپلو مرکو کې څو ځلې ویلي امریکا نه غواړي افغانستان په جګړه کې او د ۹۰ کلونو په څېر خوشی کړي، بلکې غواړي غواړي دوحه کې د سولې خبرې د افغان کشالې سیاي حل لارې او افغانستان کې تلپاتې اوربند ته لار پرانیځي هغه وخت به سرتېري ستنوي.