اتمر: چین د افغان ځواکونو د ملاتړ په اړه مثبت ځواب راکړی

اتمر

د عکس سرچینه، MOFA

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره یې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي او بیجنګ د دې موخې لپاره د افغان ځواکونو د ملاتړ په اړه مثبت ځواب ورکړی. دواړو چارواکو د دوشنبې پر ورځ تیلیفونې خبرې کړې وې.

ښاغلی اتمر سه شنبه کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل، د ترهګرۍ مخنیوی د افغانستان او چین یو ګډ هدف دی او د چین خپلې ګټې هم په دې کې خوندي دي.

نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنکړل چې چین به څرنګه او څه وخت د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د چین دا دریځ د کوم لوی جیو پولیتیک بدلون په معنا نه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه. "د افغانستان ملاتړ او افغانستان سره همکاري پخپله د چین د ملي ګټو لپاره ده. دا ځکه چې دوی هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي. موږ ورسره دې برخه کې د شریکو ګټو پر بنسټ کار کوو ".

ښاغلي اتمر وویل، په دې برخه کې نور جزئیات او ګامونه د افغانستان ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت پورې اړه لري چې له چین سره پرې خبرې وکړي.

محب پر طالبانو د هر ډول فشار غوښتنه کړې

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images/NSCA

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د چین د بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې سولې ته د طالبانو د غاړې اېښودو په پار پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ګډون د هر ډول فشار راوړلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي محب د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره دا ټیلیفونې خبرې تېره شپه (غویی ۲۷مه)‌کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پر فیسبوکپاڼه خبرپاڼه کې ویل شوي، حمدالله محب سولې ته د طالبانو د راوستلو لپاره د چین وړتیا ګټوره بللې ده.‌

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې بهیر پر ملاتړ سربېره ویلي، چین "یو خپلواک، مقتدر او یو موټی افغانستان غواړي او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته یوازېنۍ مناسبه حل‌لاره سیاسي جوړجاړی دی".

دواړو چارواکو ترهګري یو ګډ ګواښ وباله چې باید دواړه هېوادونه مبارزه ورسره وکړي.

وانګ يي دا وړاندیز هم کړی چې چین په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د سیمې هېوادونو د هڅو ډېرولو وړتیا لري.

د تورو لېستونو په اړه د طالبانو دریځ

taliban

د عکس سرچینه، Taliban spokesman

که له یوې خوا افغان حکومت پر طالبانو د بندیزوونو د ډېرېدو خبره کوي، بلې خوا ته یاده ډله وایي، په دې تورو لېستونو کې د دوی دمشرانو نومونه د سولې بهیر پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

څو ورځې مخکې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت خپله وینا کې هم دې موضوع ته اشاره کړې وه.

نوموړي ویلي وو: "د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو نه لیرې کېدل، د طالب بندیانو د خوشي کولو د بهیر ځنډول او بریدونه به "د سولې پر وړاندې ستونزه راپیدا کړي."

د طالبانو مشر له امریکا او نړیوالې ټولنې هم غوښتي وو چې دا ستونزې پای ته ورسوي.

که څه هم له امریکا سره د دوحې تړون له مخې د طالبانو ځینې غوښتنې منل شوې دي، خو په تورو لېستونو کې د طالب مشرانو د نومونو په اړه تر اوسه ملګرو ملتونو او یا هم امریکا کوم ښکاره دریځ نه دی اعلان کړی.