ولسي جرګه: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو باید امنیتي وضعیت روښانه شي؛ مېلر: تاوتریخوالی ښايي ډېر شي

ولسي جرګه

د عکس سرچینه، W. Jerga

د افغانستان ولسي جرګه کې نن (دوشنبه غوايي/ثور ۲۷مه) له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتل بحث وشو.

د دې جرګې غړو په دې علني غونډه کې وویل له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا او ناټو د پریکړې درناوی کوي، خو څرنګه چې دغه ځواکونه د یوه دوه اړخیز تړون له مخې افغانستان کې مېشت وو، نو وتل یې هم باید مسئولانه وي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا کمېسیون په یوه اعلامیه کې وویل د افغانستان اوسنیو پوځي وړتیاوو ته په کتو د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل د اندېښنې وړ دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴مه اعلان وکړ چې د راتلونکې سپتمبر تر ۱۱مې له افغانستان خپل پاتې ځواکونه باسي.

د ښاغلي بایډن تر اعلان وروسته د ناټو غړو هم وویل چې خپل پوځیان له امریکا سره یو ځای له افغانستان باسي.

په دې توګه د روانې می میاشتې له پیل سره له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پیل شوې او بهرنیو ځواکونو په دې موده کې خپل ځینې پوځي مرکزونه هم افغان لوري ته سپارلي دي.

په ورته وخت افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شي.

میلر
د عکس تشریح، جنرال سکاټ مېلر - افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان

جنرال مېلر د افغان پوځ وړتیاوې ستايي او وايي افغان ځواکونه باید دا ثابته کړي چې کولی شي د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا کمېسیون خپله اعلامیه کې وايي بهرني ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره افغانستان ته راغلي او ټاکلې وه چې امنیتي واکونه د وضعیت تر ښه کېدو وروسته افغان لوري ته وسپاري.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو دلته وویل چې له قید او شرط پرته له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پریکړې درناوی کوي، خو له امریکا او ناټو سره د امنیتي او دفاعي هوکړو له مخې یې ټینګار یې دا دی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر بشپړېدو پورې باید د افغانستان امنیتي وضعیت روښانه شي.

دوی ترهګري سیمه ییز او نړیوال ګواښ وباله او زیاته یې کړه د دې لپاره چې افغان امنیتي ځواکونه د دغه ګواښ پر وړاندې مبارزه کوي، نو امریکا او ناټو یې باید هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ولسي جرګې اعلامیه کې راغلي چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې هوکړې له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه تایید کړه، خو د دې هېڅ ضمانت نشته چې دغه وسله وال بیا د جګړې ډګر ته ونه ګرځي.

دغه بنسټ وايي افغان امنیتي ځواکونه پخپله د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د دفاع وړتیا لري، خو د ناټو او په ځانګړې توګه د امریکا لخوا وسره باید پوځي او تخنیکي ملاتړ دوام ولري.

د افغانستان ولسي جرګې د روانې جګړې له ښکیلو خواو هم وغوښتل چې د هېواد ملي ګټو ته په کتو د سرتاسري سولې لپاره خبرې سره وکړي.