"بریتانیا او ناټو دې د سولې خبرو تر پایلې له افغانستانه پوځیان نه باسي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا پارلمان مشرانو جرګې یا هاوس اف لارډز د نړیوالو اړیکو کمېټې په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، بریتانیا او ناټو سازمان باید تر هغې خپل پوځیان افغانستان کې پرېږدي چې د افغان سولې خبرې یوې پایلې ته نه وي رسېدلې.
په دې رپوټ کې دغه راز د بریتانیا له حکومته غوښتل شوي چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت هم وهڅوي چې د افغان سولې خبرو د پایلې تر مالومېدو دې خپل پوځیان افغانستان کې پرېږدي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او بل لور ته په افغانستان کې جګړې هم زور اخیستی.
په دغه رپوټ کې چې د 'بریتانیا او افغانستان ' په نامه خپور شوی، راغلي چې د سولې خبرو پایله کې د 'واک وېش ' پر سر د هوکړې په صورت کې باید بریتانیا د طالبانو په هکله خپله تګلاره 'په کره ' ډول وارزوي.
رپوټ کې د افغانستان په هکله د بریتانیا پر 'ناڅرګند ' سیاست نیوکه شوې او دغه راز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بېړنۍ وتنې په هکله اندېښنه څرګنده شوې ده.
یادې کمېټې سپارښتنه کړې چې که چېرته د افغان سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي نو د بریتانیا حکومت دې د طالبانو په تړاو د خپل سیاست 'کره ارزونه ' وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو داسې نښې نښانې نه دي څرګند کړې، چې بدلون پکې راغلی او له ایډیالوژیکي پلوه د بشري حقونو برخه کې د هغو لاسته راوړنو ضد دي چې له ۲۰۰۱ کاله راهیسې ترلاسه شوي دي.
په رپوټ کې بریتانوي حکومت ته توصیه شوې چې د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' د خراسان په نامه څانګه د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړي.
د کډوالو ستنېدو ته شرایط چمتو نه دي
د بریتانوي پارلمان په رپوټ کې ویل شوي، افغانستان له ۲۰۱۰ کال وروسته د بریتانیا د ملي امنیت لپاره د ګواښ لومړیتوب نه لري، خو هغه ګواښونه نه دي لږ شوي، چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی او پر بریتانیا هم اغېز کوي. رپوټ زیاتوي چې دولت اوس هم په 'کاواکه ' حالت کې دی او پر هېواد یې کنټرول کم دی.
په رپوټ کې دغه راز راغلي چې د بریتانیا په لارو کوڅو کې د مخدره توکو هیروینو ۹۵ سلنې سرچینه افغانستان دی. په رپوټ کې زیاته شوې بریتانیا حکومت باید په پام کې ولري چې د کډوالو افغانستان ته د ستنېدو لپاره شرایط نه دي چمتو شوي.
د یادونې ده چې د نورو اروپايي هېوادونو پرتله بریتانیا لږ افغان کډوال منلي دي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ دغه هېواد کې د نژدې ۹۶۰۰۰ افغانو کډوالو د پناه درخواستونه منل شوي دي.









