دفاع وزارت: هلمند کې مو د القاعده وسلوال وژلي؛ طالبان: هلمند کې القاعده نشته

هلمند

د عکس سرچینه، MOD

د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د هند ټاپو وزمې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونکي وو.

خو د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي د حکومت دا ادعا ردوي او وايي: "موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، په هلمند کې د القاعده هيڅوک نشته اونه چاته زیان اوښتی."

د نوموړي په خبره، حکومت دا ډول ادعاوې د بهرنیو ځواکونو د پاتېدو لپاره کوي.

په هلمند کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د ښار په ځينو څنډو او نهرالسراج، ناوې، او ګرمسېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو راپورونه ورکول کیږي.

د هلمند ولایتي شورا هلته د جګړو په ترڅ کې د اتو امنیتي ځواکونو د وژنې پخلی کړی او ویلي یې دي لس امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

خو د هلمند سیمه ییز چارواکي وایې چې هلته د تازه دمه کمانډو ځواکونو له رسیدو سره حالت نورمال شوي او په وینا یې حکومتي ځواکونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او له ډيرو سیمو یې په شا تمبولي.

د هلمند امنیه قوماندانۍ ویلي د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالصبورقانع او د ملي امنیت ریاست ولایتي مرستیال نظر علي واحدي په مشرۍ یو پلاوی هم د امنیت جاج اخیستو لپاره هلمند ته ورغلی دی.

په ورته مهال دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي هلته د تصفیوي عملیاتو په لړ کې د اته طاللب قوماندانانو په ګډون له سلو د ډېرو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.

طالبانو بیا د حکومت له لوري د یوه طالب وژل کیدل تائید کړي خو ادعا یې کړې چې یو زیات شمېر پوستې یې له مقابل لوري نیولې دي.

بغلان کې د افغان پوځ پر اډه برید

افغان پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته د افغانستان له شمال ختیځ ولایت بغلان نه رپوټونه وایي، بېګا وسلوالو طالبانو د دې ولایت په مرکزي بغلان سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوځي اډه برید کړی او له څو ساعته جګړې وروسته یې نیولې ده.

ځینې ځايي رسنۍ وايي، طالبانو په دغه برید کې نهه افغان سرتېري وژلي او تر ۱۶ نور یې له ځان سره بېولي دي.

خو طالبان ادعا کوي، دې برید کې یې لس سرتېري وژلي او د ځايي قومندان په ګډون یې ۱۶ نور له ځان سره بېولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا هم لري چې دې برید کې یې د حکومت "۷ ټانګونه ویجاړ،۲ ټانګونه،۵۰ میله وسله، او نور مهمات نیولي دي".

بغلان کې ځايي چارواکي د طالبانو برید تاییدوي، خو لا په دې هکله نور جزیات نه ور کوي.

کندهار کې هم جګړه شوې

افغان پوځ وايي، د لښکرګا له څنډو د طالبانو د لرې کولو عملیات روان دي.

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، افغان پوځ وايي، د لښکرګا له څنډو د طالبانو د لرې کولو عملیات روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ فیسبوک کې د یو بیان خپرولو سره وویل، چې پرون یې هوايي برید سره میوند ولسوالۍ کې یې ۹ طالبان ووژل او ۶ یې ټپیان کړل.

د کندهار ځايي چارواکو پرون وویل، طالبانو د کندهار- هرات ترمنځ لاره د میوند ولسوالۍ اړوند سیمه کې په ماینونو بنده کړې ده.

خو لا هم مالومه نه ده چې د افغان ځواکونو تر برید وروسته دا لار پرانیستل شوې ده که نه.

افغان چارواکي د غزني مرکز سره نږدې هم د طالبانو د یوې غونډې په نښه کولو او ۱۵ وسلوالو د وژلو دعوه کوي.

خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.