بغلان کې د ۷ لمونځ کوونکو په ګډون افغانستان کې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي

افغان چارواکي وايي، د د دغه هېواد په شمال کې د تاوتریخوالي په دوه بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.
د بغلان ولایت ځايي چارواکو ادعا کوي چې طالبانو پورې تړلیو وسله والو بېګا په خنجان ولسوالۍ کې له تراویح لمانځه وروسته اووه لمونځ کوونکي په ډزو وژلي دي.
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت په وینا، پولیسو د پېښې دوه عاملین وسله وال وژلي دي. نوموړی وايي، د بریدګرو ''مړي د نښتې په ځای کې پاتې دي او درې نور یې ټپیان شوي دي. ''
بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بغلان د ځايي چارواکو څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، د بغلان پېښه ''یوه شخصي موضوع '' چې ده د دوی په وسله والو پورې اړه نه لري.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
په ورته وخت کې له جوزجانه رپوټونه وايي، د قوشتېپې ولسوالۍ په جرقدوق کلي کې وسله والو کسانو شپږ ملکي کسان وژلي دي.
ځینې ځايي اوسېدونکي ادعا کوي چې په مارشال دوستم پورې تړلو وسله والو یې پر کلي برید کړی، د سپین ږیرو په ګډون یې شپږ کسان وژلي او څاروي او شتمنۍ یې هم ترې لوټلې دي.
د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو کسانو جسدونه د اعتراض په توګه د ولایت مرکز ته وړي وو او د عدالت د تامین غوښتنه یې کوله.
خو د جوزجان امنیه قومندان وايي، په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته شوې او دا ملکيان هم د همدې نښتې پایله کې وژل شوي دي.









