لوګر کې هوایي برید "وسله وال او ولسي خلک" وژلي دي

لوګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سیمې اوسېدونکي وايي، په هوايي برید کې ملکي خلکو ته هم د سر زیان اوښتی دی. ارشیف تصویر

په لوګر ولایت کې ځايي چارواکي وايي، چې دغه ولایت کې تېره شپه دوه ځایونو کې هوايي بریدونه شوي دي. بي بي سي ته یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي ویلي، د کمال خېلو سیمې په بمبارۍ کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي، په هوايي برید کې ملکي خلکو ته هم د سر زیان اوښتی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، لومړی په یوه جومات کې پر وسله والو طالبانو برید وشو، خو کله چې د سیمې خلک د مړیو ایستلو لپاره د پېښې ځای ته ورغلل، دویم هوايي برید وشو، چې پایله کې یې اووه ملکي کسان ووژل شول.

خو افغان چارواکو په دغه برید کې د ملکي کسانو وژل کېدل رد کړي دي.

بل لور ته د لوګر پوځي چارواکي وايي، په څرخ ولسوالۍ کې د وسله والو پر یوه ګاډي هوايي برید شوی، چې پنځه کسان پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په لوګر کې د پوځ څلورمې لوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، ډېری وژل شوي وسله وال بهرنیان دي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ یوه برید د تلفاتو په اړه ضد او نقیض څرګندونې شوې. د ولایتي شورا یو غړی وايي، دغه برید کې ۳۵ ملکي کسان وژل شوي، چې په خبره یې کارګر و او د ځنغوزیو پر ټولو بوخت و.

نوموړی وايي، ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. خو د خوږیاڼو یو قومي مشر وايي، دغه برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

لوګر

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د ننګرهار ځايي چارواکي بیا وايي، برید پر داعش وسله والو شوی، چې ۱۶ کسان یې وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې ترهګرۍ ډېر ځپلی او د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې ۴۰۰۰ ملکیان پکې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بي بي سی له خوا د راټولو شويو معلوماتو له مخې په اګست مياشت افغانستان کې هره ورځ اوسط ډول ۷۴ کسان وژل شوي دي.

دغه معلومات ښيي چې د طالبانو په ګډون دغه ډېری وژل شوي په جګړې کې د ښکېلو اړخونو اړوند کسان دي، خو د ماشومانو په ګډون پکې پنځه سلنه وژل شوي ملکي خلک دي.