ننګرهار: د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي خلک وژل شوي

ننګرهار
    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار

ننګرهار کې ځايي چارواکي مني چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي کسان وژل شوي دي. د ننګرهار والي شاه محمد مياخېل بي بي سي ته وويل، دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو يو مهم قومندان په نښه شوی دی.

دغه عملیات تېره شپه ناوخته افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ناامنه ولسوالۍ حصارک په ناصر خېلو کلي کې کړي دي. د سيمې ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې وژل شوي ملکيان او د يوې کورنۍ ۱۲ غړي دي.

د ننګرهار والي که څه هم کره شمېر نه وايي، خو مني چې په دې عملیاتو کې ملکيان وژل شوي دي:

''وژل شوی د طالبانو قومندان دی، عملیات کوونکي همده پسې ورغلي. دوی چې ورغلي هغوی پرې ډزې کړې. قومندان وژل شوی دی. له کوره ډزې او مقاومت شوی او بيا الوتکو هم بمبار کړی دی، چې متاسفانه ماشومان او ښځې هم په کې وژل شوي دي.''

بل لور ته یو ځايي اوسېدونکی شېرزمان وايي، نن شنبه یې د همدې وژل شويو کسانو په جنازه کې ګډون کړی دی.

نوموړی وايي د ۱۲ تنو جنازه یې کړې چې په وینا یې یو پکې سړی، يوه مېرمن او نور کوچنيان وو.

د سيمې يو بل قومي مشر روزي خان بي بي سي ته وويل، هغه کور چې نښه شوي په سيمه کې د يواځني ډاکټر و چې د کورني غړي يې په کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره وژل شوي کسان ملکيان بللې دي.

حصارک د ننګرهار له ناامنو ولسوالیو یوه ده چې ډېرې برخې يې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې دي او دې ولسوالۍ ته ورغلې لارې له تېرو ۶ کلونو راهیسې د حکومت پر مخ تړلي دي.

څلور کاله تېرېږي چې د دې ولسوالۍ مرکزي بازار طالبانو تړلی او دلیل يې دا ښيي چې ګواکې سيمه ييز پوليس ترې سودا پېري.