کابل کې د هوا ککړتیا ستونزه؛ ایا له بامونو د اوبو شیندل هوا پاکولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبیدالله رحیمي مشواڼی
- دنده, کابل
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د اټکل له مخې په نړۍ کې شاوخوا ۷ میلیونه کسان د ککړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. بل پلو ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۰ کال کې هوا ککړتیا د ۵۰۰۰ افغانانو ژوند اخیستی.
تېر کال د ای کیوایر په نوم سويسۍ ډلې په خپل راپور کې کابل د نړۍ څلورمه ککړه پلازمېنه یاده کړې چې اټکل کېږي کابل به په ۲۰۲۱ کال کې هم د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو په لست کې پاتې شي.
د هوا کیفیت شاخص (Air Quality Index) په وینا، په کابل کې هوا د ژمي په موسم کې د شپې لخوا "خورا غیر صحي او زیانمنونکې کچې" ته رسېږي.
د چاپیریال ساتنې ملي اداره (NEPA) په کابل ښار کې د هوا ککړتیا لاملونه ښاري ټرانسپورټ، لوړپوړیزو ودانیو او تصدیو په سونګ سیسټم کې له ډبرو سکرو څخه استفاده، د برېښنا کمښت، د نفوس ډېروالی، په یو شمېر فابریکو کې د خرابو موادو موجودیت او په موټرو کې د ټیت کیفیت تطلو کارول یادوي.
بل پلو ته د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایې چې په تېر کال کې یې د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه یو شمېر د هوا ککړوونکې سرچینې تړلي او ځینې سرچینې چې له اصولو یې سرغړونه کړې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د متحده ایالتونو د چاپیریال ساتنې ادارې معیار له مخې، په هر متر مکعب کې ۱۵ (ميكرون) ذراتو ته اجازه ده چې انسان ته زیان نه رسوي، خو د راپورونو له مخې اوس په کابل کې دا اندازه شاوخوا ۷۰۰ ته رسېدلې چې دا په نوره نړۍ کې یو بحراني حالت دی.
دا چې د کابل هوا ککړتیا ستونزه تر ډېره په ژمي موسم کې بحراني وي یو لامل یې شاید د تل شنو (ever green) ونو کمښت وي، په مختلفو هېوادونو کې د هوا ککړتیا د کمښت په موخه د نیالګيو بېلا بېل ډولونه کېنول کېږي خو افغانستان کې په دې برخه کې کومه خاصه څېړنه او توجه نه ده شوې.
د هوا ککړتیا د مخنیوي تر ټولو اساسي حل دا دی چې د ککړتیا ټول اصلي لاملونه باید ختم کړل شي، د ډبرو سکرو او ټیت کیفیت تیلو پرځای د پاکې (رینیوبل) انرژي، لمر او باد څخه استفاده وشي خو دا دومره ژر د تطبیق وړ نه ده، ځکه اړتیا ده چې په نویو میتودونو سره د کابل ککړه هوا پاکه شي.
د هوا ککړتیا د مخنیوي لار
د جیانګ او شمالي کارولینا ایالت پوهنتونونو څېړونکي ښاغلي "شاؤ کای یو" چین کې د ککړې هوا د پاکوالي لپاره یو نظر وړاندې کړې، په دې مېتود کې هوا ته د اوبو ورولو په موخه د ښار لوړو ودانیو په بامونو د اوبو شیندونکي یا سپرینکلر (sprinklers) آلې لګول کېږي، ترڅو معلق ذرات د اوبو د څاڅکو سره له منځه لاړ شي، کټ مټ لکه څنګه چې د باران څاڅکي ګرد او غبار له منځه وړي.
د جیو انجینرۍ دا عصري سیسټم د باران په څېر د لوړو ودانیو څخه د نوزلونو (nozzles) په کارولو سره هوا ته د اوبو څاڅکي شیندي او ککړه هوا د دوړو او ګردونو څخه پاکوي.
د معلوماتو له مخې دا نظریه ښاغلي یو ته په داسې وخت کې راغله کله چې هغه یو څوک ګوري چې باغ ته اوبه ورکوي.
ښاغلې یو وایې "ما سمدلاسه فکر وکړ چې موږ هوا ته د اوبو په شیندلو سره د هوا ککړتیا کمولای شو، لکه باغ ته اوبه ورکول".
د ښاغلي "یو" څېړنې ښایې چې که چېرته په لويو ښارونو کې دا پلان پلي شي نو ورسره به په اتموسفیر کې د ذراتو اندازه په متر مکعب کې ۳۵ مایکروګرام ته راټیټه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل کې د ذراتو اندازې ته په کتو کېدای شي د یاد پلان په پلي کولو سره د هوا ککړتیا ستونزه یو څه حل شي.
دا سیسټم په چاپېریال هېڅ کومه اغېزه نه لري او یو خوندي مېنود دی چې د هوا ککړتیا په کچه کې د پام وړ کموالی راوړلای شي، دا سیسټم په اسانۍ سره په کم لګښت د لوړو ودانیو په سر ځای په ځای کېږي، کنټرول او ساتنه یې اسانه ده او بل پلو ته دا سیسټم مهارت لرونکي کارکونکو ته هم اړتیا نه لري.
ایا دا مېتود کابل کې پلی کېدای شي؟
په داسې حال کې چې دا مېتود کولی شي په بېړني حالت کې د هوا ککړتیا کچه راټیټه کړي، خو د دې مېتود پلي کولو پر وړاندې یو شمېر ننګونې هم شته، لکه؛ لګښت، د اوبو ستونزه، د برېښنا کمښت او په هر ځای کې د لوړو ودانیو نشتوالی او همدارنګه د لوړو ودانیو موقعیت.
د کابل لپاره زما څېړنې ښیې چې د بام څخه باران د اوبو ټولولو سیسټم په دې برخه کې ګټور ثابتېدی شي، د کرنې وزارت د ۱۲ کالو د ورځني باران معلومات ښیې چې کلنی باران له ۳۲۷ میلي مترو ډېر دی، نو کولی شو چې د بامونو څخه باران اوبه زیرمه او بیا د اړتیا پر وخت کې یې هوا ته وشیندو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ارقامو له مخې، کابل ۵۸۸ لوړې ودانۍ لري او د چاپېریال ساتنې ملي اداره دغه ودانۍ د هوا ککړتیا اصلي سرچینې ګڼي، که د ټولو لوړو ودانيو مالکان مکلف شي په خپل لګښت، د کال په جریان کې د بامونو څخه د باران اوبه زیرمه او د اوبو شیندونکي آلې ولګوي نو د ککړتیا ستونزه به تر ډېره کمه شي.
همدارنګه په ټولو صنعتي پارکونو کې دې هم په شرکتونو لازم کړل شي چې یاد سیسټم نصب کړي.
د چاپیریال ساتنې ملي اداره باید په کابل ښار کې د بام څخه د اوبو شیندلو سیسټم پلي کولو لپاره د شونتیا څېړنه ترسره کړي، د کابل ښار د ټولو لوړو ودانیو موقیعت دې معلوم کړي، د هوا کیفیت په نظر کې نیولو سره دې د منظم پلان له مخې د اوبو شیندلو مهالویش ترتیب کړي.
په ژمې موسم کې د برېښنا د کمښت ستونزه په نظر کې نیولو سره دې د اوبو شیندلو مهالویش د افغانستان برېښنا شرکت سره شریکه شي تر څو د مهالویش سره سم لوړې ودانۍ د بریښنا سره ونښلول شي.
..................................
د لیکوال په اړه:
عبیدالله رحیمي مشواڼی د جاپان له میازکي پوهنتون هیدرولوژۍ برخه کې ماسټري لري.د باران د اوبو ذخیره کولو یا کښت او افغانستان کې د هغې د وړتیاو په اړه یې څېړنې کړې دي.








