تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسي جرګه: د سولې روان بهیر ګونګ دی؛ پارلمان ترې بې خبره ساتل شوی
د افغانستان ولسي جرګې د افغان سولې لپاره روانې هلې ځلې او په ټول کې د سولې بهیر ګونګ بللی او ځینو غړو یې نیوکه کړې چې پارلمان د دې پروسې په اړه بې خبره ساتل شوی.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، ګڼو پلاوو د سولې خبرو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل او لا یې هم کوي، خو پایله او اغېز یې نه دی مالوم.
دا په داسې حال ده چې ټاکلې ده روانه اپرېل میاشت د افغان دولت او طالبانو استازي په ترکیه کې د سولې خبرو ته سره کېني.
د دې ناستې څارنه ملګري ملتونه کوي او تمه کېږي چې د افغانستان پر راتلونکي سیاسي او دولتي جوړښت، اوربند او ګڼو نورو مسلو به پکې خبرې کېږي.
خو د ولسي جرګې یوه غړي سید محمد صدیق حسن زاده دوشنبه د ترکیې ناستې او دې ته ورته تېرو ناستو ته په اشارې وویل:
"درانه پلاوي دوحې ته لاړل، همداسې نامالوم هلته پاتې شول. بیا پلاوي لاړل مسکو ته خو برخلیک یې مالوم نه شو. اوس د ترکیې لپاره تیاری نیول کېږي. خو پایله یې مالومه نه ده. بالاخره سوله او پروسه یې څه وخت عملي کېږي؟ هر څوک د سولې لپاره ځانته طرحه لري. هره ورځ یو د بهرنیو چارو وزیر یا بل کس له امریکا له یوې نوې طرحې سره راځي. "
د ولسي جرګې یوه بل غړي عبدالشکور واقف حکیمي هم وویل:
"ټاکلې چې په څو اوونیو کې د استانبول کنفرانس هم وشي. د مالوماتو پر اساس دا به د افغان سولې او جګړې برخلیک وټاکي. بدبختانه موږ د خلکو د استازو په توګه د سولې په دې پروسه کې مالوم او د لمس وړ رول نه دی لرلی. "
"ښځې هم د سولې بهیر کې ونډه نه لري"
یوازې ولسي جرګه نه ده چې وايي د سولې په خبرو کې څنډې ته شوي.
د ښځو د مطالعاتو بنسټ هم دوشنبه په کابل کې په یوه غونډه کې د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه کمرنګه وبلله.
د دغه بنسټ یوې غړې فوزیې رحیمي بي بي سي ته وویل، د سولې په خبرو کې د سیاسي پرېکړو او د ښځو د حقونو په قیمت د سولې له راتګه اندېښنه لري:
"د ښځو د یوه بنسټ په توګه چې موږ د سولې په برخه کې کار کوو، دا اندېښنه لرو چې پرېکړه کوونکي سیاسي پرېکړه او سیاسي سوله ونه کړي. بلکې باید سوله ټولنیزه وي. بله اندېښنه مو دا ده چې د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو په قیمت نه وي. "
له دې وړاندې یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، ترکیې او ملګرو ملتونو په دې هوکړه کړې چې د افغان سولې په تړاو د استانبول "برخلیک ټاکونکې" ناسته به د اپریل میاشتې پر ۱۶ یعنی تر لسو ورځو ترسره شي.
د افغانستان د ملي د مصالحې عالي شورا ویلي چې د سولې لپاره یې د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد د طرحو په ګډون شاوخوا ۳۰ طرحې ترلاسه کړې دي.
یادې شورا هیله ښودلې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به لوه یوې ګډې طرحې سره، او په همغږۍ، د ترکیې ناسته کې ګډون وکړي.