ولسي جرګه په خوست کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې ادعا څېړي

ولسې جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته دنده سپارلې چې په خوست ولایت کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې پېښه وڅېړي.

دوشنبه د ولسې جرګې مشر میر رحمان رحماني د دغې جرګې عمومي ناسته کې په دغه پېښه کې "پر ملکي وګړو برید او د یو شمېر افغانانو مرګژوبله " "دردوونکی او غمجن "بللی دی.

هغه وویل اړوند کمیسیون به د څېړنو پایلې د جرګې له غړو سره شریکې کړي او دوی به د "قانوني واکونو "پر بنسټ په دې برخه کې پرېکړه وکړي.

له څو ورځو راهیسې د یو شمېر مړو عکسونه چې ماشومان هم په کې ول پر خواله رسنیو لاس په لاس شول چې د ادعا له مخې د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي. په دې اړه رپوټونو ته ګڼ غبرګونونه وښودل شول خو سیمه ییزو چارواکو او د خوست والي د ملکیانو مرګژوبلې ادعا رد کړه.

د خوست والي مهمند کټوازی وايي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې یوازې طالبان وژل شوي او ښځه او ماشوم هغه مهال وژل شوي چې یوه طالب 'په کور کې بمب لېږداوه او هغه وچاودېد '.

د وسله والو مخالفینو د یو شمېر پوځي تجهیزاتو عکسونه هم پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي چې ویل شوي د صبریو په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ترلاسه شوي چې ښاغلی مهمند یې تاییدوي او زیاتوي چې د مخالفینو یو زندان او څو قرارګاوې یې هم له مینځه وړي.

د صبریو ولسوالۍ د خوست ښار شمال ته پرته ده چې د دغه ولایت له ناامنو ولسوالیو شمېرل کېږي.

د سیمې خلکو او طالبانو ویلي په عملیاتو کې ملکي خلک وژل شوي.

سیمه ییز خلک وايي په دغو عملیاتو کې لږترلږه ۱۷ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د دولت هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د ملکي خلکو پر کورونو برید شوی.

هغه ادعا کړې چې لسګونه ملکیان مړه او ټپیان شوي او لسګونه کورونه، دوکانونه او خیمې ویجاړې شوي.

غبرګونونه

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر ولسي وګړي مړه او ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شته.

ده له حکومته غوښتي چې پېښه وڅېړي او ورته عملیات ودروي. ښاغلي کرزي د جګړې له خواوو غوښتي چې د سولې د راتګ له پاره صادقانه او ګړندي ګامونه اوچت کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم غوښتي چې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې ادعا وڅېړل شي.

د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتل په افغانستان کې یوه له مهمو او بحث پاروونکو مسلو ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې په افغانستان کې درې زره او ۳۵ ملکیان وژل شوي او له ۵۵۰۰ ډېر ملکیان ټپیان شوي. د دې بنسټ د معلوماتو له مخې په دغه کال کې د ۶۲ سلنه مرګژوبلې مسول د دولت ضد وسله وال او د ۲۵ سلنه مرګژوبلې مسول دولت پلوي ځواکونه ګڼل شوي دي. ۱۳ سلنه مرګژوبله د ډزو په تبادلې او نورو پېښو کې اوښتې ده.