تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان مېرمنې: اوربند او د تل پاتې سولې لپاره نړیوال تضمین غواړو
افغان مېرمنو له جمهوري نظامه د دفاع لپاره د یوې غونډې پایله کې په افغانستان کې په سملاسي توګه د اوربند غوښتنه وکړه او د اساسي قانون پر خوندي ساتلو یې ټینګار وکړ.
دا غونډه نن ( یکشنبې د اکتوبر ۱۱ ) په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې او سلګونه مېرمنو په کې برخه اخستې وه.
د غونډې پایله کې یو ۹ ماده ییزه پریکړه لیک ولوستل شو چې د غونډې د تنظیموونکو په وینا د افغانستان له ټولو ولایتونو د نږدې ۱۶۰۰۰ مېرمنو د نظرونو په پام کې نیولو سره چمتو شوی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د دفاع لپاره د افغان ښځو غږ، تر سرلیک لاندې افغان مېرمنو په دې پریکړه لیک کې د خپلو حقونو پر خوندي ساتلو ټینګار کړی :
"موږ د خپلو سیاسي او مدني حقونو لپاره د سولې خبرو کې د ملي وثیقي په توګه د اساسي قانون ساتل لازمي ګڼو ".
په دې پریکړه لیک کې د سیمې او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتل شوي چې د افغان سولې لپاره د روان بهیر ملاتړ وکړي او پر نړیوالې ټولنې غږ شوی چې افغانستان کې د تل پاتې سولې ټېنګېدو تضمین او افغان ځواکونو د پياوړتیا لپاره لازمه همکاري وکړي.
دوی د افغان امنیتي ځواکونو د ساتلو او لا پياوړتیا غوښتنه کړې او د قرباني شویو سرتیرو د کورنیو د ملاتړ ډاډ یې څرګند کړی.
افغان مېرمنو د اسلامي نړۍ د عالمانو فتوی په پام کې نیولو سره چې د "مسلمانانو ترمنځ جګړه ناروا بولي " له افغان دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د منبر له لارې د سولې کلتور دودولو، ارزښتونو او ملي او دیني هویت ساتلو، یو بل منلو او د ملي یووالي د پياوړي کولول لپاره کار وکړي.
که څه هم طالبانو د دوی په وینا د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمنتیا ښودلې، خو د افغان مېرمنو په دې پریکړه لیک کې ټينګار شوی چې د تېرو نږدې دوه لسیزو لاسته راوړنې او په تېره د ښځو د حقونو په برخه کې، شوی پرمختګ باید خوندي وساتل شي.
افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو له پیله افغان مېرمنو په بیلابیلو پړاوونو کې د خپلو حقونو د خوندي ساتلو لپاره غږ پورته کړی. دوی دغه راز د سولې بهیر کې د مېرمنو د فعال ګډون غوښتنه کړې ده.
افغان مرکچي پلاوی چې ۲۱ غړي لري څلور یې مېرمنې دي او همدا اوس له طالب پلاوي سره د خبرو لپاره په قطر کې دی.
خو خبرې لا هم د سولې خبرو پر کړنلاره ور ټولې دي او د شاوخوا یوې میاشتنې په تېرېدو پر ځینو برخو لا هم اختلاف شته، تمه ده د دې اختلاف له حل وروسته د خبرو پر اجنډا بحث وشي.