بریتانیا د افغانستان په ښوونځیو کې د نجونو پر ترانه ویلو محدودیت "ارزوي"

ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې اوس درې لکه افغان نجونې د بریتانیا په مرسته ښوونځیو ته ځي.

د بریتانیا حکومت وايي، له ۱۲ کلونو په ډېر عمره افغان نجونو ښوونځیو کې د ترانې ویلو محدودیت به سملاسي وارزوي، ځکه دا محدودیت پر هغو ښوونځیو هم پلی کېږي چې بریتانیا یې مالي ملاتړ کوي.

تېرو ورځو کې د افغانستان پوهنې وزارت وویل، له دې وروسته له ۱۲ کلونو پورته نجونې په هغو غونډو کې ترانه او سرود نشي ویلی چې سړي هم پکې وي.

دې کار ته افغانستان کې هم پراخ غبرګون وښودل شو.

اوس د بریتانیا ډیلي ټیلګرام ورځپاڼه وايي، د بریتانیا د حکومت ویاند ویلي دوی د افغانستان پوهنې وزارت نه په دې تړاو وضاحت غوښتی، ځکه د نوموړي په وینا دا ګام د بریتانیا په بودیجه روزنیزو هڅو ته هم ممکنه پایلې لرلی شي.

بریتانیا د افغان ښوونکو د تنخا برخه کې فعاله ده او د رپوټونو له مخې اوس درې لکه افغان نجونې د بریتانیا په مرسته ښوونځیو ته ځي.

د انساني حقونو کمېسون څه وايي؟

نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

پرون د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون وویل، ښوونه روزنه او هنري فعالیت د هر انسان بنسټیز حق دی او د دې حق هر ډول محدودیت د ماشومانو د ملاتړي قانون، د افغانستان اساسي قانون او بشري حقونو خلاف ګڼل کېدی شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسون د رسنیو او خپرونو مشر ذبیح فرهنګ د پنجشنبې په ورځ د دې وزارت پرېکړې ته په غبرګون کې وویل:

"زدکړه، د بیان ازادي او هنري چانسونو ته لاسرسی عمر او جنس ته له پام پرته د ماشومانو خورا بنسټیز انساني او بشري حق دی. "

د نوموړي په خبره، دې برخه کې هر ډول محدودیت د عمومي انساني حقونو، د افغانستان اساسي قانون او د ماشومانو د ملاتړي قانون او د دوی د ملاتړي کنوانسیون د اصولو سرغړونه ګڼل کېدی شي.

د پوهنې وزارت یو رسمي مکتوب کې چې خواله رسنیو ته راوتلی راغلي، هڅه دې وشي له ۱۲ کلنو ښکته نجونو او هلکانو دې د ترانې ویلو لپاره کار واخیستل شي او په هغو غونډو کې چې ټولې ګډونوالې یې ښځې وي د ۱۲ کلنو پورته نجونو له لورې د ترانې ویل استثنا دي.

په دغه مکتوب کې ټولو شخصي او دولتي ښوونځیو ته لارښوونه شوې چې له دوولس کلنو پورته نجونو د ترانو ټیمونو ته د نارینه وو لخوا روزنه ورنه کړل شي.

یاد وزارت خبرداری ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې مسئولیت د ښوونځیو د مدیرانو دی او سرغړوونکو سره به تادیبي اجرات کېږي

غبرګونونه

MOE

د عکس سرچینه، MOE

د عکس تشریح، د پوهنې وزارت په دې پرېکړه ځینې کسان خوشال او نور یې مخالف دي.

د خواله رسنیو ځینې کارنو د پوهنې وزارت دا پرېکړه طالباني فکر بللی او د دغه وزارت له سرپرستې رنګینه حمیدي یې غوښتي چې دې برخه کې وضاحت وکړي.

ځینې نورو هم دا پرېکړه له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو پورې تړلې او ویلي یې دي چې دا "ښځضد" او "د نجونو د ازادۍ او حقونو" خلاف پرېکړه د ښځو نړیوالې ورځې یوه ورځ وروسته ده.

ټولنیزه فعاله عطیه مهربان وايي، موږ د طالبانو راتګ سره د همدې مسلو له امله مخالفې یو، خو که تاسو د طالب تر راتګ مخکې موږ ته اسلامي امارت جوړوئ، بیا غوره ده چې طالب یې جوړ کړي.

نورو هم لیکلي چې جهوریت د طالبانو راتګ ته تیارېږي.

ځینو بیا د پوهنې وزارت د دې پرېکړې هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې نجونې باید ابزاري ونه کارول شي.