د ملګرو ملتونو او طالبانو هوکړه: د طالبانو واک لاندې سیمو کې ښوونځي پيلېږي

د عکس سرچینه، UNICEF
ملګري ملتونه او طالبان داسې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې د افغانستان په لرې پرتو او د طالبانو کنټرول لاندې سیمو کې له تعلیم پاتې ماشومانو ته د زدکړو زمینې برابرېږي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف د چارواکو په وینا په پلان کې ده چې د دې هوکړې له مخې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ۴ زره ټولګي جوړ شي چې لسګونو زرو نجونو او هلکانو ته به د زده کړو زمينه په کې برابره کړي.
د نوموړې ادارې چارواکو ویلي د دې هوکړې له مخې پلان کې ده چې تر درېیم ټولګي پورې هلکان او نجونې په ګډه زده کړې وکړي.
طالبانو د دې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي د دوی هڅه دا ده چې دا ټولګي په محرومو او شاته پاتې سیمو کې جوړ شي.
د افغانستان پوهنې وزارت سملاسي په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ د ښوونې روزنې بهیر د غځېدو دا هوکړه په افغانستان کې د سولې هڅو سره همهاله شوې.
ملګرو ملتونو ویلي دوی له تېرې فبروري میاشتې راهیسې په دوحه کې له طالبانو سره وخت نا وخت پر دې خبرې کړي چې څنګه په افغانستان کې روغتیايي، ښوونیز او ټولنیز چوپړونه عامېدای شي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې طالبانو ورسره د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د زدکړو زرګونو مرکزونو د جوړېدو هوکړه کړې چې دوی یې د لیک لوست عامېدو ته هیله من کړي دي.
یونیسف د عامه اړیکو او عدالت غوښتنې برخې مشره سمانټا مورت وایي ''دا ټولګي به پسرلي کې هغه مهال چې د افغانستان رسمي ښوونځي د کورونا وضعیت ته په کتو پرانېستل کېږي همهاله پیل شي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د اغلې مورت په وینا دا ټولګي نویو ودانیو ته اړتیا نه لري بلکې د خلکو په مرسته به د دوی په کورونو کې فعاله شي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي د زدکړو په برخه کې نړیوالو مرستندویه بنسټونو چې امریکا او بریتانیا یې ملاتړ کوي د دې تولګیو د جوړېدو هوډ ښودلی.یونیسف دا د افغانستان لپاره چې نږدې ۴ میلیونه ماشومان په کې له زدکړو محروم دي، ښه زېری بللی دی.
له زدکړو د محرومو ماشومانو له ډلې شاخوا ۶۰ سلنه یې نجوني دي.
د یونيسف ادارې د معلوماتو له مخې نږدې ۷۰۰ نارسمي ټولګي وار له مخه په ناامنو سیمو لکه هلمند، کندهار، فاریاب او روزګان کې جوړ شوي او پر نورو به هم ډېر ژر جوړ شي.











