وسله والو په غور کې د وژل شوي خبريال پر "کور بريد کړی او درې تنه يې وژلي"

سوشال

د عکس سرچینه، Social media

د راپورونو له مخې د افغانستان په مرکزي ولايت غور کې وسله والو کسانو د وژل شوي خبريال بسم الله عادل ايماق پر کور بريد کړی او لږ ترلږه "د کورنۍ درې تنه يې وژلي" دي.

د بسم الله عادل ایماق په کور دغه برید تېره شپه (۲۶ فبروري) شوی دی.

بسم‌الله عادل د غور غږ راډیو مسؤل مدیر او خبریال و چې څو اوونۍ مخکې په مرکز فېروزکوه کې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو ووژل شو.

ځایی چارواکی وایي، په دې پېښه کې د دغه خبریال ورور، ورېره، او د تره زوی وژل شوي دي. ورو يې د وسله والو ځواکونو افسر و او د غور امنيه قومندانۍ کې يې دنده لرله.

یوې بلې سرچینې بي بي سي ته وویل، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه ټپيان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ښاغلی ایماق د کورنی یوه غړي ویلي، بريدګر د دوی پر کور تر برید وروسته کور ته اور اچولی او د دوی د کورنۍ دوه غړي یې هم ژوندي ورسره بېولي دي.

د ایماق د کورنۍ دغه غړي له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې "د دغه پېښي عامل امان الله بیک دی چې د غور د ولایتی شورا د وژل شوی غړي عزت الله بیک وروو او د طالبانو یو ځایي قوماندان دی".

بسم الله عادل ایماق د جنورۍ په لومړۍ نېټه په غور کې ووژل شو او تر پېښې وروسته د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بیک چې د دغه خبریال په وژنه کې په لاس لرلو تورن و د ملي امنیت ریاست د ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

.

د عکس سرچینه، Adel/fb

د عکس تشریح، بسم‌الله عادل ایماق

د غور د مدنی ټولنی یوه فعال بي بي سي سره په خبرو کې دغه وژنه یو ډول غچ اخيستل بللي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه پېښه کې د طالبانو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه په دوی پورې اړه نه لري.

د ښاغلي ایماق د کورنیو غړو نن د وژل شویو کسانو مړي د اعتراض لپاره د غور د ولایت ودانۍ مخې ته وړي. دوي له حکومته غوښتل چې د پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسیون مشرې شهرزاد اکبر دغه پېښه ډېره دردوونکې ګڼلې او پر ټویټر يې لیکلي چې امنیتي چارواکي باید وضاحت ورکړي چې د عادل ایماق تر وژل کېدو وروسته يې د کورني د خوندیتوب لپاره يې کوم ګامونه اخيستي وو.

په افغانستان کی د خپلواکه رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) هم له چارواکو غوښتي چې د دې پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي.