تاجکستان به د اسیا زړه-استانبول بهیر غونډې کوربه وي

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

د اسیا زړه-استانبول بهیر د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کانفرنس د مارچ وروستیو کې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې جوړېږي.

د رپوټونو له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د هغه افغان سیال محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ ټلیفوني اړیکو کې هوکړه کړې چې دواړه هېوادونه په ګډه د دې ناستې مشري وکړي.

د ارګ فیسبوکپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی غني او مام علي رحمان د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، د افغانستان د سولې پروسې او پر سیمه ییزو همکاریو هم وغږېدل:

"همداراز د دواړو هېوادونو جمهوررئیسانو د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ. "

د تاجکستان ولسمشر خپل افغان سیال ته د شانګهای همکاریو سازمان د بنسټېدو یا تاسیس ۲۰ کالیزې مراسمو کې د ګډون بلنه هم ور کړې، چې راتلونکې میاشت(مارچ)په تاجکستان کې جوړېږي.

د اسیازړه- استانبول بهیر څه غواړي؟

پر ۲۰۱۲ کال افغانستان کې اسیا زړه کانفرنس چې ۴۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون درلود

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۲ کال افغانستان کې اسیا زړه کانفرنس چې د ۴۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون درلود

د اسیا زړه- استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر په ۲ د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .

د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي، چې پکې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، نېستۍ او توندلارۍ د له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.

د اسیا زړه- استانبول بهير ناستو بله موخه هم د سیمه والو هېوادونو په منځ کې د باور د زياتولو او په پرمختيايي چارو کې د همکاريو غښتلي کول دي.

د افغانستان پر ګاونډيو او سيمه ييزو هيوادونو سربېره روسيه، هند، سعودي او عربي متحده امارات هم د استانبول بهير غړيتوب لري.

د دې بهیر نور غړي

د ۲۰۱۹ کال ډیسمبر کې ولسمشر غني استانبول کې د اسیا زړه کانفرنس ته تللی.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ۲۰۱۹ کال ډیسمبر کې ولسمشر غني استانبول کې د اسیا زړه کانفرنس ته د تلو په حال کې.

دا رنګه د امريکا متحده ايالتونه، برتانيا، د اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه او ملګري ملتونه د دغه بهيره ملاتړ کوي.

د اسيا زړه هېواد کنفرانس نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.

تراوسه د دې بهیر درې ناستې(۲۰۱۱، ۲۰۱۸-۲۰۱۹) ترکیه، افغانستان کې پر (۲۰۱۲)، قزاقستان کې پر (۲۰۱۳)، چین کې پر (۲۰۱۴)، پاکستان کې پر (۲۰۱۵)، هند کې پر (۲۰۱۶) او اذربایجان کې پر (۲۰۱۷) کال جوړې شوې دي.