ولسمشر غني د افغان ټیکاو لپاره د استانبول پروسې کنفرانس ته ورغلی

د عکس سرچینه، Arg
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبول پروسې- اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د ترکیې په استانبول کې به ولسمشر د اسیا زړه کنفرانس ته وینا وکړي او د ځینو هېوادونو له مشرانو سره به وګوري.
د استانبول د ناستو بهير د ٢٠١١ کال په نومبر مياشت کې د افغانستان او ترکيې په ګډ نوښت پيل شو چې موخه يې د سیمه والو هېوادونو په منځ کې د باور د زياتولو او په پرمختيايي چارو کې د همکاريو غښتلي کول وو.
د ۲۰۱۲ کال د جون پر ۱۴مه، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نژدې ۴۰ هېوادونو او نادولتي ټولنو د استازو په ګډون د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس جوړ شوی و.
په دغه کنفرانس کې د ګاونډيو او د سيمې د هېوادو ترڅنګ د امريکا، روسيې، جرمني، فرانسې او اسټراليا د بهرنيو چارو وزیرانو او استازو ګډون کړی و.
د افغانستان د ګاونډيو او سيمه ييزو هيوادونو تر څنگ روسيه، هند، سعودي عربستان او عربي متحده امارات هم د استانبول د بهير غړيتوب لري. دا رنګه د امريکا متحده ايالات، برتانيا، د اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه او ملګري ملتونه له دغه بهيره ننګه کوي.
د اسيا زړه هېواد کنفرانس نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.




