د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

د عکس سرچینه، iecafghanistanofficial
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولایتي شوراګانو، د غزني لپاره د ولسي جرګې او د ځینو ښاروالیو ټاکنو ته یې ټول تخنیکي او عملیاتي چمتووالی نیولی، خو له حکومته د ټاکنو د بودیجې برابرولو او امنیت ټینګولو غوښتنه کوي.
د شنبې په ورځ (ډیسمبر ۱۹/لیندۍ ۲۹) د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ کابل کې خبري غونډې ته وویل، د ولایتي شوراګانو، د غزني د ولسي جرګې او د ځینو ښاروالیو ټاکنو طرحه یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولې وه، چې د ۱۴۰۰ کال د ثور پر ۳۱مه باید ترسره شي، خو نېټه یې وځنډېده.
دا وايي، هوکړه پر دې شوه چې دغه ټاکنې د ۱۴۰۰ کال میزان/تلې میاشت کې ترسره شي.
نوموړې وویل، د تېرو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو پرتله به د غزني د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته بودیجه ډېره کمه وي:
"د افغانستان له حکومته هیله لرو چې د ټاکنو د بودیجې چمتو کولو، امنیت ټینګولو او د راتلونکو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي."
حوا علم نورستانۍ وویل، د ملګرو ملتونو د معاونیت له دفتر او پراختيايي پروګرام UNDP سره یې د ټاکنو د ملاتړ پروژې تړون لاسلیک کړی چې وايي د رایو اچولو د مرکزونو ارزونه به کېږي، د رایې اچوونکو نوملړ به سمېږي.
کنفرانس ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ وویل، دوی به بالمقطع کارمن نه رخصتوي، بلکې د دوی د کار تر ارزولو وروسته به یا پاتې کېږي او یا به یې پر ځای نوي کسان ګومارل کېږي:

د عکس سرچینه، iecafghanistanofficial
"بالمقطع کارمن نه رخصتوو، طبیعي ده چې بالمقطع کارمنان د یوه پروسیجر له مخې د یوه کال لپاره مقررېږي، موږ د ملکي خدماتو دایمي کارمن لرو، خو هغه کارمنان چې په بالمقطع ډول راغلي او د یوه کال قرارداد یې پای ته رسېدلی، موږ ورته د ۱۴۰۰ کال بودیجه پام کې نیولې ده، چې تر ارزونې وروسته به مثبت ارزول شوي کارمنان بېرته راغوښتل کېږي او هغه چې مثبت نه دي ارزول شوي پر ځای به یې نوي کسان راځي".
ښاغلي ننګ زیاته کړه، د غزني ولایت پارلماني ټاکنو لپاره یې ۱۹ میلیونه ډالر او ولایتي شورا ګانو ته ۸۰ میلیونه ډالر پام کې نیول شوي، دا ابتدايي مسوده ده، چې بدلون پکې راتلی شي.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء مشر وویل، که افغان حکومت امنیت او بودیجه کې همکاري ورسره وکړي، دوی به وتوانېږي چې د ولایتي شوراګانو څو کلنه ناقانونه دوره پای ته ورسوي او د ښارواليو ټاکنې هم وکړای شي.








