کمیسیون: غزني کې به حوزوي ټاکنې کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټاکنو کمیسیون وایي چې د غزني پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د نور هېواد خلاف، په حوزوي ډول ترسره کېږي.
په غزني ولایت د را روانو پارلماني ټاکنو څرنګوالی یو لوی خنډ چې و، چې اوس ظاهرا د یوه جوړ جاړي له مخې له منځه تللی دی.
د دغه ولایت ځینو اوسېدونکو اعتراض درلود چې که ولایت یې د تېر غوندې یوه حوزه شي، دوی ته د استازیتوب امکان نه پیدا کېږي.
د ټاکنو د کمیسیون یو کمشنر حفیظ الله هاشمي بي بي سي ته وویل، اوس دغه ولایت په دریو حوزو ویشل شوی او ژر به د نوماندانو او رای ورکوونکو نوم لیکنه، چې تر دې دمه بنده وه، پیل شی.
ښاغلی هاشمي، اړونده حکومتي ادارو ته یې ویلي چې په غزني ولایت کې د ټاکنیزو حوزو د مالومولو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې وروسته به د ټاکنو کمیسون په غزني ولایت کې د رایې اچونې لپاره د نوم لیکنې او همدا رنګه د نوماندان د لېست چمتو کولو لپاره وخت ټاکي.
تمه کېږي چې په راتلونکو دوه ورځو کې به دا بهیر به ټول غزني ولایت کې پیل شي.
ښاغلي هاشمي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دا پرېکړه د ټاکنو کمیسون کړې ده او فکر نه کوي چې د اوس لپاره دې د کوم بل دولتي چارواکي تائید ته اړتیا وي.
نوموړي زیاته کړه چې ولسمشرۍ ماڼۍ وار د مخه پر دې موضوع خپل دریځ څرګند کړی دی.
د ښاغلي هاشمي په وینا، د کمیسون دا پرېکړه د رایه په اکثریت وشوه او د اوس لپاره به هېڅ بدلون پکې نه راځي.
په غزني ولایت کې له تېرو کابو دوه میاشتو راهیسې د ټاکنو د مېکانیزم او حوزو پر سر جنجال روان و، چې د نوم لیکنۍ او نوماندۍ پروسې یې هم په ټپه درولې وې.
د افغانستان د ټاکنو کمیسون چارواکي وایي، د غزني ولایت ستونزه د نور هېواد پرتله یو څه جدي وه، او دوی فکر نه کوي چې په کوم بل ولایت کې دې هم ورته پرېکړې ته اړتیا وي.










