کندوز کې ټاکنو ته د نوم لیکنې نږدې ۶۰ سلنه مرکزونه تړلي

د عکس سرچینه، .
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، په کندوز کې د رایه ور کوونکو د نوم لیکنې له ۲۲۰ مرکزونو ۱۲۰ تړلي دي. د دې کمېسون د کندز ولایتي دفتر سرپرست رسول عمر امنیتي ګواښونه د مرکزونو د تړل کېدو لامل بولي:
"دا مرکزونه کلباد، ګل تپه، قلعه زال، اقتاش او چار دره ولسوالیو کې تړلي دي".
د نوموړي په خبره، افغان ځواکونو په دې سیمو کې د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو ژمنه کړې:
"که امنیتي ځواکونه په نا امنه سیمو کې چاڼیز عملیات وکړي، موږ چمتو یو چې هلته خپل مرکزونه فعال کړو".
د دغه ولایت د راتلونکو ټاکنو لپاره یو شمېر احتمالي نوماندان خبرداری ورکوي چې که دا مرکزونه فعال نه شي، دوی به په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسیون دفتر دروازه وتړي او اعتراضونه به پیل کړي.
یو احتمالي نوماند عبدالغفور هوتک وايي، که حکومت د کندوز ولس په دې غفلت له ټاکنو بې برخې کوي، نو په دې معنا ده چې دغه ولایت کې به ټاکنې نه کېږي:
"ټاکنو ته چې موږ لاړ نه شو، موکلین نه ځي او هغوی چې لاړ نه شي د ټاکنو نتیجه به صفر وي".
امنیتي چارواکي بیا وایي، په نا امنو سيمو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو فعالولو لپاره د امنیت ټینګلو په پلانونو کار کوي.
د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي، د نوم ليکنې مرکزونو د پرانیستو هڅه کوي:
"د ټاکنو رییس دوه ځلې امنیه قومندانۍ ته راغلی، موږ پرېکړه کړې که امکان وي دا مرکزونه فعال کړو".
د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنه

د عکس سرچینه، ارگ
ناامني او په ټاکنو کې د ځینې خلکو د نه ګډون اندېښنه یواځې کندوز پورې تړلې نه ده.
په غزني ولایت کې ځايي اوسېدونکو د ټاکنو کمېسون د دفتر دروازه تړلې ده.
دوی وايي، که دغه ولایت کې ټاکنې حوزوي نه شي، دا دفتر به کار ته نه پرېږدي.
د ځايي خلکو په خبره، تېر ځل هم د ناامنۍ له امله د غزني ټول ۱۱ استازي یواځې له هزاروو بریالي شول.
د دوی په خبره، د دې پېښې د مخنیوي لپاره باید ټاکنې په کوچنیو حوزو ووېشل شي.
د وردګ او بلخ ولایت ځینې اوسېدونکي هم ورته غوښتنه لري.
نوملیکنه

د عکس سرچینه، Iec
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې یا میزان پر ۲۸ نېټه کېږي.
دې ټاکنو ته د رایه ور کوونکو نوملیکنه د وري پر ۲۵ پیل شوې او د یوې میاشتې په اوږدېدو سره د جوزا تر ۲۲ دوام مومي.
ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه هم تېره اونۍ پیل او د جوزا تر ۲۲ پورې کېږي.
د دغو ټاکنو لپاره شاوخوا ۴ زره کسانو د نوماندۍ فورمې اخیستي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي تر اوسه د دغو و ټاکنو لپاره شاوخوا څلور اعشاريه څلور ملیونو کسانو نوم لیکنه کړې.
خو یو شمېر خلک اندېښنه څرګندو چې که دولت د ټاکنو مرکزونو امنیت خوندي نه کړي، را راوانو ټاکنو کې به د خلکو برخه کمرنګه وي.








